اسلام اباد کې نوی هوايي ډګر کومې ځانګړنې لري؟

په ۱۹۶۰ کلونو کې چې د پاکستان پلازمېنه له کراچۍ اسلام اباد ته ولېږدول شوه، له هغه راهیسې تر اوسه د راولپنډۍ چکلاله هوايي اډه چې اوس بې نظیر هوايي ډګر بلل کېږي، نه یواځې د اسلام اباد بلکې د ازاد کشمیر، هزاره او نورو سیمو لپاره هم د الوت اسانتیاوې برابروي.

د وخت تېرېدلو سره چې کورني او بهرني الوتونه ډېر شول، دا هوايي ډګر په دوو برخو ووېشل شو، یو د پوځ او بل د ولس لپاره.

خو بیا هم چې نفوس ډېر شو، ځینې برخې یې پراخې شوې، مګر اوس د خلکو ابادي دومره ډېره ده چې د هوايي ډګر پراخېدو امکان نشته او دې چارې پاکستان اړ کړ چې نوی ډګر جوړ کړي.

له ۱۱ کلونو اوږد انتظار وروسته اسلام اباد کې نوی هوايي ډګر دا میاشت پرانیستل کېږي.

بنسټ یې پر ۲۰۰۷ کال د اپرېل پر ۷ پخواني ولسمشر پروېز مشرف او د هغه وخت لومړي وزیر شوکت عزیز اېښودلی و.

د نوي هوايي ډګر مهمې خبرې

دا هوايي ډګر پاکستان کې تر ټولو لوی او ډېر عصري هوايي ډګر دی.

مختلفې لارې ورغلې او له بیروبار پرته مساپر ور رسېدلی شي.

پنځلس هوايي څلي لري چې مساپر پرې الوتکې ته پورته کېدلی یا ترې کوزېدلی شي.

څلور پوړیز ترمینل لري چې لومړني کې د ستنېدلو او پورتني کې د تللو لارې لري.

منځنیو پوړونو کې د خوړو، سینما او نور سهولتونه لري.

دغه هوايي ډګر د نهه لکه کسانو د لېږد را لېږد اسانتیا لري.

ودانۍ یې څنګه کار کوي؟

اسلام آباد

د ودانۍ لاندنې پوړ کې د مساپرو د تګ سهولتونه او د هوايي شرکتونو دفترونه دي.

خو د نورو هوايي اډو اپوټه اول د نړیوال الوتنو تګ لار ده او بیا د کورنیو الوتنو د مساپرو لار ده.

د کورنیو او بهرنیو مساپرو د سامان ترلاسولو اته لارې لارې هم بېلې دي.

اسلام آباد

دا ډول دریم پوړ کې د نړیوالو او لاندني پوړ کې د کورنیو الوتنو لار ده، چې په موټر او لار هم سړی ور رسدېلی شي.

د دې دوو پوړونو ترمنځ پوړ کې د مساپرو لپاره مختلف سهولتونه دي.

د مساپرو لپاره غوره اسانتیاوې

د پاکستان ملي هوايي کرښه وايي دغه هوايي ډګر ته خپل انجینري اسانتیاوې لېږدوي او دلته خپل لوی مرکز جوړوي.

دا اداره وايي، که ټولنې نه وي ډېرې بهرنۍ الوتنې به له دغه هوايي ډګر کېږي او له دې ځای به کورني الوتونه ترتیبوي.

په دې وجه د اسلام اباد دا هوايي ډګر په دې خیال ډېر سهولتونه لري چې یو ډول ټرانزېټي هوايي اډه به وي.

د مساپرو لپاره دویم پوړ کې د مختلفو خوړو هوټلونه او هټۍ هم شته.

د ملفون یا موبایل ټلېفون چارجولو لپاره بایومیټریک چارجوونکي شته.

د ماشومانو لوبځی، جومات او نورې اسانتیاوې هم شته.

د هوايي ډګر ټرمینل کې څلور ستوریز هوټل د ټرانزېټ مساپرو لپاره جوړ شوی دی.

له الوت مخکې د مساپرو لپاره د ناستې او ارام ځای هم شته.