"منظور پښتین هغه وخت چېرې و چې"

Image caption د منظور پښتین نوم د پاکستان پر خواله رسنیو ډېر یادېږي

په پاکستان کې د ډېرو په ګومان رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې نه دي يادې کړي او نه يې هم د دغه غورځنګ غږ تر ډېره پورته کړى دى.

خو اوس ځينو خصوصي چنلونو د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتين پر نيت شک ښوولى او پوښتنه کوي چې ده پخوا ولې د پښتنو د حقونو خبره نه کوله.

پر يوه تلويزيون يوې احساساتي شوې خبريالې په اردو ژبه ګڼ مسايل ياد کړي او ويلي يې دي چې منظور پښتين هغه وخت چېرې و چې دا يا هغه کېدل.

په دې مسايلو کې ډېر داسې هم دي چې هغه وخت منظور پښتين يا زېږېدلى نه و او يا هم د ده له غورځنګ سره هېڅ تړاو نه لري.

يوه پوښتنه دا وه چې د دوى په وينا په کندز کې " د ٢٠٠ زده کوونکو د وژنې پر وخت " منظور پښتين چېرې و؟

خو د غورځنگ غوښتنه د افغانستان په تړاو نه بلکې په پاکستان کې د ننه د پښتنو، په تېره د قبایلي پښتنو د حقونو ده.

د يوه بل پاکستاني خصوصي چنل رپوټ پوښتنې کوي چې کله پر قبايلي سيمو کې طالبان واکمن وو منظور پښتين چيرې و؟

خو رپوټ دا نه وايي چې هغه مهال پښتين لا ماشوم و.

د پاکستاني خصوصي تلوېزیونونو دې ډول پوښتنو پر خواله رسنيو هم په اردو ژبه يوه پوښتنه د هش ټگ په بڼه عامه کړه.

هش ټګ څه داسې دی چې "منظور پښتین هغه وخت چېرې و چې...."

له دې هش ټگ وروسته ډېرې خندوونکې او جالبې پوښتنې د پاکستان پر خواله رسنیو راپورته شوې دي.

ثنا اعجاز چې د پښتون ژغورنې د غورځنگ يوه فعاله هم ده د همدې هش ټگ او پوښتنې په لړ کې ليکي:

"منظور پښتىن هغه وخت چيرې و چې کله شاهد اپرېدى په صفر اوټ شوى و خو بيا هم د شامپو په اعلان کې راڅرګند شو"

ايس اې خټک بيا پسې طنزیه پوښتنه کوي:

"منظور پښتین هغه وخت چېرې و چې کله ميسې له چيلي سره په لوبه کې په پينالتي ګول ونکړ"

صاحب خان يوسفزى پوښتي:

"منظور پښتین هغه وخت چېرې و چې کله د ختيځ هند کمپنۍ د هند نيمې وچې ته راغله."

د همدې لړۍ په سلگونو ټويټونو کې ځينو په جدي سياسي ستونزو هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ او سياستوالو ځينې پخوانۍ کړنې يې يادې کړي او ننگولې دي.

خو له لويه سره داسې ښکاري چې ټویټ کوونکي ډېر د پښتون ژغورنې د غورځنگ ملاتړي دي او يا يې له نظر سره خواخوږي لري، او يا هم د پاکستان د خصوصي چنلونو پر ځینو پوښتنو او دریځ حیران شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب