د مشال پر قبر اوس هم پیره کېږي

Image caption د مشال خان پر قبر څادر وغوړېدو، خو پولیس یې له ویرې پر قبر پیره کوي.

نن د مشال خان لومړی تلین دی. هدیرې ته خلک ورغلي، پر قبر به یې څادر وغوړوي. او د فاتحې لاسونه به پورته کړي.

د مشال د مرګ کال واوښت، خو نه ویره تمامه شوه، نه د مشال د پلار په وینا انصاف ورسره وشو.

په قبر یې درې پولیس پېره کوي. ‌‌‌‌‌‌ډار یې دا دی چې ګوندې قبر یې ونه کېندل شي.

ورغلیو کې د بشري حقونو فعلان هم دي.

پښتون مشهور سندرغاړې هارون پاچا د مشال د پلار زغم او حوصله ستایلې.

د بشري حقونو یوه فعال محمد رفیق وویل "پر قبر یې د پولیسو پېرې څرګندوي چې ټولنه څومره ظالمه ده."

دی زیاتوي "نور به ظلم څنګه وي چې یوه پلار پر دې هم ‌‌‌‌‌‌ډارېږي چې چېرې یې د زوی ګور څوک و نه کني او د زوی د مړي سپکاوی یې و نه وکړي."

مشال خان په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون محصل و. ده ژورنالیزم لوست. مذهب ته د سپکاوي پر تور د همدې پوهنتون محصلینو په وهلو ووژلو. ‌‌‌‌‌‌ډزې یې هم پرې کړې وې. ده د لیلیې ساتونکي ته زارۍ کړې وې، چې ویې ژغوري.

د پلټونکیو په وینا یې د همدې ساتونکو تر مخ کلیمه طیبه هم ویلې وه. خو غږ یې ستوني کې پاتې شو. وروسته محکمې په ده ټول تورونه رد کړل. او د د وژنې په تور یې 57 کسان ونیول. په 57 نیول شویو کې ایبټ اباد محکمې یوه ته د اعدام، 5 نورو ته د عمري او 25 ته د څلور کلن بند حکم کړی و. خو نور یې خوشي کړي و.

Image caption د مشال پلار اقبال خپل زوی ته د انصاف اخیستو هلې ځلې وکړې.

لیکن وروسته دا پنځه ویشت بندیان هم محکمې په ضمانت خوشي کړل.

د مشال پلار اقبال خپل زوی ته د انصاف اخیستو هلې ځلې وکړې. تر دې چې تر لندنه ولاړ. د نوبل جایزې ګټونکې، او د زده کړو لپاره نړیوالې پښتنې مبارزې ملالۍ یوسفزۍ یې اکسفور‌‌‌‌‌‌ډ کې د همدې جنوري میاشت وروستیو کې هرکلی وکړ. له دې مخکې هم ملالې د مشال وژل "ترهګري" بللې وه، او ده ته یې انصاف غوښتی و.

د مشال له مرګه وروسته یې د کورنۍ حالت بدل شو، پلار یې وویل چې لوڼې یې د کلي ښوونځي ته نه شي تللی.

ده بي بي سي ته دا هم ویلي وو چې له حکومته یې غوښتي لوڼې یې اسلام اباد ته ولیږدوي، خو تر هغه وخته یې کوم ځواب نه و موندلی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د مشال خان له پلار اقبال خان سره ځانګړې مرکه

اقبال لالا په دې باور دی چې پښتنو کې دا وحشت نه و، وروستیو جګړو داسې بې رحمه کړي چې د ده 25 کلن زوی یې په وهلو او ‌‌‌‌‌‌ډزو ترې واخیست.

نن هم د مشال د مرګ پر ورځ پر خواله رسنیو، هغه ته د انصاف د غوښتلو خبرې راپورته شوې. وږمې فیروز یې په ویر شپه سبا کړې. سردار علي ټکره ورته ځانګړې سندره وویله.

خو د مشال د پلار له اوسني حالته داسې ښکاري چې، نه د اکسفورد وینا، نه د ټکر نیولي غږ او نه د وږمې اوښکو درد ور دوا کړ. دی اړ دی اوس هم د زوی پر قبر او خپل کور پېره وکړي.

اړونده مطالب