پاکستانۍ رسنۍ ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ نه پورته کوي؟

پاکستانۍ رسنۍ ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ نه پورته کوي؟

په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ وروستۍ غونډې ته هم پاکستاني رسنيو تر ډېره پام ونه کړ. خو غونډه ترسره شوه او مشرانو يې وويل چې د خپل غږ له پورته کولو به لاس وانه خلي.

د دې غورځنگ ډېر وگړي د قبايلو اوسېدونکي دي. هلته پاکستاني پوځ د اورپکو خلاف عمليات کړي.

د قبایلي سیمو ډېر خلک شکایت کوي چې په ډېره بې رحمۍ یې کورنه ویجاړ شول او ژوند یې ور تبا برباد شو.

د پښتون ژغورنې غورځنگ پر غونډو په پاکستاني رسنيو کې ډېر څه نه خپرېږي. داسې ښکاري چې بنديز پرې لگېدلى خو ولې دا بنديز پرې لگېدلى؟ رحيم الله يوسفزى يې شننه کوي.