نازیه اقبال: کشر ورور مې زما پر لوڼو جنسي تېری کړی

نازیه اقبال د انځور حقوق FB, Nazia Iqbal
Image caption د نازیه اقبال ورور له دوه کلونو راهیسې له هغې سره اوسېده

د پښتو ژبې پېژندل شوې سندرغاړې نازیه اقبال پر خپل کشر ورور تور لګولی چې د هغې پر دوو لوڼو یې جنسي تېری کړی.

نوموړې په دې تور د خپل ورور افتخار علي پر ضد د پولیسو په ځایي تاڼه کې مقدمه هم ثبت کړې.

نازیه اقبال دا مهال له خپلو شپږو اولادونو سره د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې اوسي.

د نازیه اقبال مېړه جاوېد فضا بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې ۱۵ ورځې وړاندې له انګلستانه کور ته ستون شوی.

نوموړي زیاته کړه چې د مېرمنې ۱۹ کلن ورور یې له تېرو دوو کلونو راهیسې له هغوی سره یو ځای اوسېده.

د روات د تاڼې د پولیسو مشر بي بي سي ته ویلي، د نازیه اقبال ورور افتخار علي د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، له لومړنیو رپوټونو جوته شوې چې پر نجونو جنسي تېری شوی دی.

نازیه اقبال په هغه لومړني رپوټ یا "اېف ای ار" کې چې د پولیسو په ځایي تاڼه کې یې ثبت کړی ویلي، لوڼو به یې ډېر کله ورته شکایت کاوه چې ماما یې زیاتی ورسره کوي، خو دې به یې پر خبرو باور نه کاوه.

نوموړې زیاتوي، په خپلو سترګو یې ولیدل چې ورور یې د هغې پر لوڼو جنسي تېری کوي.

د نازیه اقبال مشرې لور دا هم ویلي چې ماما به ورته پر موبایل له انسانانو د سر غوڅولو ویډیوګانې ور ښودلې، او ګواښلې به یې چې که چا ته حال ووایي نو وبه یې وژني.

رپوټونه وایي نازیه اقبال د رواني فشار له امله چې دې پېښې پرې راوستی په روغتون کې بستر ده.

ورته مطالب