دینونه یې جلا خو هدیره یې شریکه

هدیره
Image caption په سیمه کې د مذهبي او فرقه ییزو او دغه راز د شخصي دښمنیو له کبله وژل شوي ټول کسان هم په دغه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

د خیبر پښتونخوا دیره اسماعیل خان سیمې اوسېدونکي هندوان وايي، خپل مړي د مسلمانانو په هدیره کې خاورو ته سپاري. داسې هم ویل کېږي، چې دغه هدیره کې د ترهګرۍ پېښو کې وژل شوي کسان او وسله وال بریدګر هم څنګ پر څنګ خاورو ته سپارل کېږي.

په هدیره کې ناست منتظم شوکت علي شاه د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته وویل:

''زما یو زوی او خوریېونه خښ دي او هغه قاتل هم دلته خاورو ته سپارل شوی دی، چې دوی یې وژلي دي. ''

په سیمه کې د مذهبي او فرقه ییزو او دغه راز د شخصي دښمنیو له کبله وژل شوي ټول کسان هم په دغه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

هدیرې ته د منورشاه قبرستان نوم ورکړل شوی دی، چې د ځايي اوسېدونکو په خبره ځانمرګي برید ګر هم پکې خښ دي او هغه کسان هم، چې دغو بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

شوکت علي شاه وايي:

''دغې ۹۰۰ کاله لرغونې هدیره کې د هېچا د خښېدو مخنیوی نه کېږي او له همدې کبله د ټولو ادیانو منونکي خپل مړي همدلته خاورو ته سپاري، دلته د هندوانو، سیکانو، عیسویانو او مسلمانانو ټولو مړي خښ دي. ''

Image caption منتظم شوکت علی شاه وايي، مشرانو یې وصیت کړی، چې هېچا ته به د مړي له خښولو انکار نه کوئ.

کشور کومار هندو دی. نوموړی وايي له کلونو راهیسې دلته خپل مړي خاورو ته سپاري. کومار وايي، داسې په خپله خوښه نه کوي، بلکې بله چاره نه شته:

''موږ ته د ژوند حق راکړل شوی دی، خو له مړینې وروسته حق نه راکول کېږي. زموږ د دین منونکي خپل مړي اور ته سپاري، خو د پاکستان له رامنځته کېدو ۷۰ کاله تېر دي او حکومت لا هم موږ ته شمشان ګهاټ 'د هندوانو هدیره چې مړي پکې اور ته سپارل کېږي ' نه دی راکړی. ''

کشور کومار وايي، سیمه کې اوسېدونکي هندوان بیوزله دي او تر ټولو نژدې شمشان ګهاټ ته د تلو لپاره یوه بشپړه ورځ وخت او د زرګونه روپیو لګښت پکار دي.

ځايي هندوان وايي د ځايي مسلمانانو منندوی دی، چې دوی ته یې د مړو خښولو لپاره ځای ورکړی دی.

Image caption کشور کومار وايي، سیمه کې اوسېدونکي هندوان بیوزله دي او تر ټولو نژدې شمشان ګهاټ ته د تلو لپاره یوه بشپړه ورځ وخت او د زرګونه روپیو لګښت پکار دي.

بل لور ته د هدیرې منتظم شوکت علي شاه وايي، مشرانو یې وصیت کړی، چې هر څوک هدیرې ته مړی راوړي، انکار به نه ورته کوي او په دې توګه په ژوند وېشلي خلک له مړینې وروسته یو ځای کېږي.

خو په سیمه کې ژوندي پاتې خلک له تاو تریخوالي ډک ژوند تېروي.

اړونده مطالب