واده زما خو نوم مې د پلار

نوم د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر پښتنې نجونې غواړي چې د واده پر کارډ یې نوم ولیکل شي، خو نه لیکل کېږي

روُف خان د خيبر پښتونخوا د چارسدې سیمې اوسېدونکی دی او پېښورکې په يوه نادولتي اداره کې دنده لري.

تېرکال يې واده شوی. د واده بلنې لپاره يې ۵۰۰ کارډونه چاپ کړي وو.

خو د واده پر کارډ يې د ښځې نامه نه وه. له ده نه مې د دې کار دلیل وپوښت.

تر یو څه سوچ وروسته یې وويل:

"دلته د ښځې د نوم ليکلو دود نشته. ځکه خلک يې ښه نه ګڼي چې د کور د کومې ښځې نوم يي بل چاته معلومه شي"

د پښتنو ټولنه کې د ښځو نوم یادول له غيرت سره تړلې خبره ده. ډېری وخت داسې کېږي چې کوم ځای د ښځې نامه پکار هم وي نو د هغې خپل نوم پر ځای یې د پلار يا مېړه نوم یادېږي.

د روُف خان د واده پر کارډ هم همدومره لیکلي وو چې دی د چا زوی دی، او دا چې که خلک واده ته ورشي نو دوی به ډير خوشحاله شي.

د روُف خان د مېرمنې يوه بله خور هم شته. خو د واده له کارډه چاته نه مالومېده چې د روُف خان واده له مشرې خور سره دی او که له کشرې سره.

Image caption په پښتونخوا کې د واده کارډونه په اردو او انګلیسي ژبو هم چاپېږي

روُف خان راته وویل:

"دې خبرې ته مې اوس ورپام شو چې تا تپوس وکړ. کنه زموږ ټولنه کې خو پر دغه قسمه خبرو هېڅوک سوچ نه کوي"

د پښتنو ټولنه کې بې شمېره داسې ودونه کېږي چې یوازې د سړي نامه پکې وي، خو د نجلۍ نامه په کارډونو کې نه ليکل کېږي.

جاوېد خان پېښور کې د پرنټنګ پرېس یا چاپ کار کوي. له تېرو څو کالو راهيسې خلکو ته د واده د بلنو کارډونه چاپوي. د ده په وینا، هر ډول کورنیو ته د واده کارډونه چاپوي.

دې کورنيو کې پښتانه، پنجابيان او د نورو قامونو خلک وي. جاوېد خان وايي، زیاتره خلک په اردو او انګرېزۍ ژبه کارډونه چاپوي. خو اتیا سلنه کارډونه داسې وي چې د جينۍ نامه پکې نه وي.

پاتې شل سلنه کارډونه زياتره په ا نګرېزۍ ژبه وي او د "ماډرن" کورنيو خلکو وي. دا ډول کارډونو کې د جينۍ نامه هم ليکلې وي.

پر دې موضوع پخپله ښځې جلا جلا نظرونه لري. ځینې وايي چې پښتني ټولنه کې دا دود دی چې د ښځې نوم د پردیو خلکو په منځ کې نه اخلي، بلکې بد یې ګڼي. بله دا چې قانون هم داسې دی چې هر ځای ښځه د سړي په نامه پېژندل کېږي.

زينت بي بي پېښور کې اوسي. په همدې ښار کې دنده لري. مېړه یې سرکاري دفتر کې کار کوي.

زينت وايي، دا د پښتنو کلچر دی چې دغه ټولنه کې ښځه د سړي په نامه پېژندل کېږي. په شناختي کارډ کې هم د ښځې نامې سره يي د پلار يا د مېړه نامه ليکلې وي. په ټول هېواد کې همدا قانون دی.

"په بهرنيو ملکونو کې د هر کس په شناختي کارډ کې د هغه يا هغې د مور نامه ليکل شوې وي، خو پاکستان کې دا دود نشته۔"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری خلک نه غواړي چې د کور د ښځو نوم یې نورو ته مالوم شي

امنه خان پېښور کې اوسي. د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړي. د ښځو د نوم د نه لیکلو په اړه یې راته وویل:

"کومو کورنيو کې چې تعليم زيات وي نو هغوی دغه نامې ليکي. خو د تعليم د کمي له کبله زياتره خلک نه غواړي چې د خپلې مېرمنې، خور يا لور نامه ښکاره کړي او ښکاره کول يې بې عزتي ګڼي. خو د ښځې خپله نامه وي او هغه نوم يې پېژنګلوي وي. نو بايد هره ښځه د هغې په خپلي نامې وبلل شي او هر ځای چې نامه يې پکار وي وليکل شي"

یو شمېر ښځې غواړي چې نامه يي پر کارډونو وليکل شي. د پېښور اوسېدونکې يوه مېرمن چې غواړي نوم يې و نه ښودل شي وايي، درې کاله وړاندې یې واده شوی خو په کارډ کې يې نامه نه وه ليکل شوې.

هغه وايي، زړه يې کېده چې د دې نوم هم د بلنې کارډ کې بايد وليکل شي. غوښتل یې چې خپلو ملګرو ته یې ولېږي او هغوی یې نامه د مېړه له نوم سره ولولي.

"نه پوهېږم چې که یو څوک د چا د ښځې نوم زده کړي یا پرې خبر شي نو دې کې داسې څه بده خبره ده. څرنګه چې د سړي يوه خپله نامه وي او پرې پېژندل کيږي، نو همداسې پکار ده د ښځې نامه هم هر ځای وويل او وليکل شي"

د هغې په خبره، دا د ټولنې سوچ دی چې ښځه يې له غيرت سره تړلې. غيرت په نامه د ښځو وژنې هم ځکه کېږي چې ټولنه کې خلک دا ګڼي چې د کورنۍ غيرت ټول له د ښځې سره تړل شوی.

Image caption د ښځې د نوم نه لیکلو پر موضوع په ټولنه کې خبرې هم نه کېږي

پېښور کې د "خويندو کور" مشره ليلا شاه نواز د ښځو د حقونو فعاله ده. دا اداره د ښځو د حقونو لپاره کار کوي او په دې برخه کې عامه پوهاوی خوروي.

لیلا وايي، د نجلۍ نوم کارډ کې نه ليکل کېږي. په نورو نومونو کې هم که وګورئ نو د پلار نامه وي، خو د مور نامه نه وي. لیلا په ټولنه کې واکمن نظام ملامتوي.

"دا هغه پلرنی واکمن نظام دی چې په دې ټولنه کې له سلګونو کالو را روان دی. په دې نظام کې ښځه کمزورې او سړی بهادر ګڼل کېږي. هم دغه وجه ده چې د ښځې نامې ته هغومره اهميت نه ورکول کېږي"

اغلې ليلا زياتوي چې پر دې مسلو ټولنه کې خبرې هم نه کېږي او له همدې کبله پوهاوی هم کم دی.

هغه وایي، ټولنه په دې پوهول غواړي چې ښځې او سړي يو شان د دې ټولنې وګړي دي او بايد د برابرۍ چلند ورسره وشي.

د لیلا په وینا، د نجلۍ خپله نامه وي او بايد هم هغه نامه يې هر ځای وليکل شي. په دې کار سره به دوی دا احساس نه کوي چې په دې ټولنه کې یوازې سړی مهم دی او د ښځې هېڅ حيثيت نشته.

اړونده مطالب

ورته مطالب