د مینې واده یوه ځوان ته د ړندېدو په بیه تمام شو

Image caption عبدالباقي وايي، د جنۍ پلار او وروڼه راضي و

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې یو ځوان له یوې نجلۍ سره د خوښې واده غوښت، خو د همدې غوښتنې له امله پلار او وروڼو دواړه سترګې ترې اېستلې دي.

د لورلايي ولسوالۍ ۲۲ کلن عبدالباقي دمګړۍ په کوټه هېلپر روغتون کې بستر دی.

روغتون کې هغه د بي بي سی خبریال محمد کاظم ته وویل، چې له یوې جنۍ سره د خوښې واده یې ارمان و:

"نجلۍ او د هغې ټوله کورنۍ هم راضي وه، له خپل پلار او وروڼو سره مې خبرې وکړې، چې د جرګې لپاره خلک واستوي، خو هغوی انکار وکړ".

* واده زما خو نوم مې د پلار

* د سونم کپور د غوغا جوړوونکي واده انځورونه

عبدالباقي زیاتوي چې ډېره غوښتنه یې وکړه، نور پلار او وروڼو یې یوې کوټې ته ننوېست:

"هلته یې زما لاسونه او پښتې وتړل، وهل ډبول یې پیل کړل".

عبدالباقي وايي، مور یې هم کور کې وه:

"د بچولو لپاره مې مور راتله، خو هغه یې هم بله کوټه کې ایساره کړه".

هغه وايي، له وهلو ټکولو وروسته یې پلار او وروڼو یوه سترګه ترې و اېسته.

"هغوی چې زما سترګه واېستله، نو کچرۍ (کچره داني) کې یې واچوله. بیا یې د بلې سترګې د اېستلو هڅه کوله، ما زارۍ کولې، خیر یوه سترګو مو و اېسته، اخر دا بله سترګې مې پرېږدئ، خو ویې نه منله او بله سترګه یې هم رانه و اېسته.

عبدالباقي په لاسونو او پښو هم ټپي شوی دی.

Image caption عبدالباقي اوه وروڼه لري، خو روغتون ته یواځې یو ورور ور سره تللی دی.

د لورلايي پولیسو دوسیه درج کړې او د دغه ځوان د سترګو اېستلو له امله یې پلار او دوه وروڼه نیولي دي.

عبدالباقي وايي، فکر یې کاوه، چې پلار او وروڼه یې د دې نجلۍ کولو لپاره تیار دي او ژوند یې ور ابادوي، خو د دې اپوټه یې د هغه دونیا ورانه کړه او د سترګو په اېستلو سره یې تیاره نړۍ ته ور ټېل واهه.

د هغه یواځنۍ هیله دا ده چې د بلوچستان سرو زیر یې د سملاسي درملنې لپاره لاس په کار شي.

عبدالباقي اوه وروڼه لري، خو په دوی کې یې یواځې مشر ورور عبدالغفار له ده سره روغتون کې دی.

عبدالغفار وايي، د پېښې پر مهال کور کې نه و، خانوزۍ ته تللی و:

"درې ګړۍ وروسته خبر شوم، کور ته راغلم، ورور مې د درملنې لپاره کوټې روغتون ته راووړ".

نوموړی کوټه کې له درملنې ډاډمن نه دی، خو د علاج لپاره بهر ته د ورور وړلو وس هم نه لري.