له ټولپوښتنې پرته پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پایلې خطرناکې دي

د پاکستان ولسي جرګې د قبایلي سیمو له خبیر پښتونخوا سره د یوځای کېدو لانجمن قانون په دوه درې اکثریت سره ومانه. د پاکستان ډېرو سیاسي ګوندونو د دې ګام ملاتړ کړی خو جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو يې کلک مخالفت کړی.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دې لایحې مخالفت کوي او پایلې یې خطرناکې بولي.