د پېښور مازدیګر او روژه ماتی په عکسونو کې
د روژې په میاشت کې د پېښور صدر او رامداس بازار تر روژه ماتې یو ساعت وړاندې د زرګونو کسانو په شتون او شور ډک وي. ګڼ خلک د روژه ماتې لپاره خوراکي توکي رانیسي او بازار د پلورونکو په هټیو ښکلی وي. کوثر اعوان وحید ورغلې وه او دغه عکسونه یې را استولي دي.
د پېښور په ګرمۍ کې د روژې وروستي ساعتونه د ډېرو روژتیانو لپاره ګران وي او لوږې او تندې پسې اخیستې وي.
د خوراکي توکو اخیستلو کې بوختیا هم تر روژه ماتې وخت ورلنډوي.
بازار په دواړو دوکاندار او اخیستونکي رنګین وي.
د ډېرو لپاره له یوه بل سره غږېدل او بنډار تر اذانه مزل لنډوي.
مربا، کهیر، رس ملايي، سموسې، پکوړې، پنیر او اچار تر نورو توکو ډېره رنګیني بازار ته وربخښي.
ځینې هټۍ وال تر نورو ډېر بوخت وي.
ډېر نور بیا وړاندې تر دې چې ماښام ته په نژدې کېدو د پېرېدونکو ډله ورماته شي، کوتي تیار ډک ږدي.
دا چې وايي له خرما سره روژه ماتی ثواب لري نو هرې خوا تر سترګو کېږي.
پنیر ډېر خلک د پېشلمي لپاره اخلي.
د بازار تر ټولو رنګین دوکان.
په غوړو کې سره شوي خواړه ژر تیارېږي خو...
کړاهي به ساعت وړاندې فرمایش ورکوي.
د کبابو بوی ټول بازار په سر اخیستی وي.
خلک وايي، څوک چې یې پخپله پخوي نو بوی یې هم ورته کافي دی.