واڼه: جرګه بریالۍ او ګرځبندیز لرې شوی

د انځور حقوق FB
Image caption بلې خواته په اسلام اباد کې د غورځنګ پلویان او د پښتونخوا لوستونکو سازمان یو شمېر غړي پولیسو نیولي، چې وروسته محکمې په څوارلسو ورځو بند محکوم کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت پلوه طالبانو ترمنځ په واڼه کې جرګه بریالۍ شوې او له سبا به په سیمه کې ګرځبندیز نه وي. د غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر کورنۍ وايي، جرګې حکومت پلوه طالبان د اختر تر لسمې د واڼه له بازاره بند کړي دي.

په واڼه کې ځايي جرګه پرون د وړمې ورځې پر پېښه را غونډه شوې وه او نن دویمه ورځ د اوربند په اعلانونو کې بریالۍ شوه. تېره یکشنبه حکومت پلوه وسلوالو طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو برید کړی و، چې د چارواکو په خبره لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره دغه برید ددوی پر یوه مخکښ علي وزیر شوی، خو هغه پکې خوندي پاته شوی دی.

د علي وزیر ورور مزمل وزیر بي بي سي ته ویلي، جرګې دویمه ورځ دغه پرېکړه کړې، چې د اختر پر لسمه به د وژل شويو کسانو د روغې لپاره بیا راغونډېږي او د هغه به حکومت پلوه طالبان له واڼه بازاره بند وي.

د انځور حقوق .
Image caption واڼه کې له برید وروسته مختلفو سیمو کې مظاهرې شوې دي.

ښاغلي وزیر زیاتوي، جرګې حکومت پلوه طالبانو ته ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو او د هغوی پر خولیو به کار نه لري، ځکه چې وړمه ورځ یادو طالبانو تر برید وړاندې د غورځنګ د ځينو پلویانو ؛پښتین خولیو؛ ته اور ورته کړی و.

بلې خواته د ځايي سرچینو په خبره له تېري شپې راهیسې پاکستانیو چارواکو د انګور اډې لاره هم تړلې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره پرون تر روژه ماتي وروسته امنيتي سرتېرو د غورځنګ یو غړی وژلی او پنځه نور يې ټپيان کړي و.

بلې خواته په اسلام اباد کې د غورځنګ پلویان او د پښتونخوا لوستونکو سازمان یو شمېر غړي پولیسو نیولي، چې وروسته محکمې په څوارلسو ورځو بند محکوم کړي دي.

نن سه شنبه د اسلام اباد د یوې ځايي محکمې قاضي عدنان رشید د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه اوه دېرش پلویان د څوارلسو ورځو پلټنو لپاره په بند محکوم کړي، چې تېره شپه په اسلام اباد کې نیول شوي و. دغو پلویانو غوښتل د واڼه پېښې پر ضد د اسلام اباد مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاج وکړي، خو تر احتجاج وړاندې لا پولیسو ونیول.

ورته مطالب