د پي ټي ایم نیول شوي ملګري به سبا خوشي شي

پي ټي ایم د انځور حقوق AFP/Getty Images

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې ځايي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اوه دېرشو نیول شویو فعالانو ضمانت منلی کړی او سبا پنجشنبه به خوشي شي.

د غورځنګ دغه نیول شوي فعالان يې د روانې جون میاشتې پر څلورمه نېټه په اسلام اباد کې هغه مهال نیولي و، چې دوی په واڼه کې د غورځنګ په یوه مشر علي وزیر د برید ضد احتجاج کاوه.

د ترهګرۍ ضد محکمه کې نن چارشنبه قاضي کوثر عباس له پولیسو وپوښتل، ولې يې ددغو فعالانو ضد د ترهګرۍ ماده لګولې؟ چې په ځواب کې يې پولیس چارواکو وویل، دوی د پاکستاني پوځ ضد شعارونه ورکول او ولس يې د پوځ ضد راپارولو ته هڅاوه.

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د ټولو نیول شویو فعالانو د ضمانت لپاره يې سړي سر پنځوس زره کلدارې راټولې کړې، چې سبا پنجشنبه به يې ورکړي او هم سبا به ټول نیول شوي کسان راخوشي شي.

د روژې په وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومتي جرګې ترمنځ پرېکړه شوې وه، چې غورځنګ به تر اختر وروسته د شمالي وزیرستان په رزمک کې ولسي غونډه ځنډوي او جرګه به د غورځنګ ټول نیول شوي غړي تر اختر وړاندې راخوشي کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک کې غونډه وځنډوله

خلیلزاد: واڼه کې پاکستانۍ اداره د وژنو مسؤوله ده

واڼه کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ له برید وروسته ګرځبندیز

غورځنګ ولسي غونډه وځنډوله خو د دوی د نیول شویو ملګرو اختر په بند کې تېر شو.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ښاغلي پښتین حکومتي جرګې او واکمنو ته ویلي و، که يې تر پنجشنبې پورې د اسلام اباد نیول شوي ملګري راخوشي نه شوو، نو د پاکستان په لر او بر کې احتجاجونه پېل کړي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د دوشنبې په ورځ په یوه فېسبوک لایف کې پر حکومتي جرګې سختې نیوکې وکړې، چې دده په خبره هغوی ورسره کړې ژمنې پلي نه کړې.

د ښاغلي پښتین په خبره ددوی له ژمنې باوجود يې ملګرو اختر په اډياله زندان کې تېر کړ.

په دې وینا کې ښاغلي پښتین حکومتي جرګې او واکمنو ته ویلي و، که يې تر پنجشنبې پورې د اسلام اباد نیول شوي ملګري راخوشي نه شوو، نو د پاکستان په لر او بر کې احتجاجونه پېل کړي.

ورته مطالب