د کراچۍ پښتانه وايي بدلون راغلی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کراچۍ پښتانه وايي بدلون راغلی

له هغه شپږ مياشتې وروسته چې په کراچۍ کې د وزيرستان، ځوان نقيب الله مسيد د پوليسو لخوا ووژل شو، د پاکستان په دغه لوى ښار کې پښتانه وايي بدلون راغلى خو لا هم ډاډه نه دي. د نقيب الله مسيد له وژنې وروسته په ټول پاکستان کې د پښتنو اعتراضونه وشول او غوښتنه يې درلوده چې په هغه پېښه کې ښکېل پوليس بايد ونيول شي. ځايي خبريال عرفان خټک د بي بي سي پښتو تلويزيون لپاره په دې رپوټ کې د کراچۍ له پښتنو سره خبرې کړي دي. ځايي خبريال عرفان خټک د کراچۍ پر پښتنو دا رپوټ د بي بي سي پښتو تلويزيون لپاره کړى و، ده د کراچۍ مېشتو مسيدو سوداگرو له مشر شاهين زمان مسيد سره خبرې کړي.