پاکستان د افغان کډوالو اوسېدو موده درې میاشتې وغځوله

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د پاکستان حکومت د درېیو میاشتو لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتېدو موده غځولې ده.

د پاکستان د لنډ مهالي لومړي وزیر ناصر الملک له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه پرېکړه د پاکستان فدرالي کابینې په غونډه کې شوې، چې له مخې یې پاکستان کې مېشت ثبت شویو افغان کډوالو ته درې میاشتې نور هم دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د سږ کال لومړیو کې اسلام اباد افغان کډوالو ته اعلان کړی و چې په یوه میاشت کې دننه خپل هېواد ته ستانه شي، خو د پاکستان پر هغې پرېکړې افغان حکومت نیوکه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي ترینګلتیا زور دې له کډوالو نه باسي.

افغانستان د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستانه غوښتي وو، چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي.

سره له دې چې افغان دولت او پاکستان مېشتو افغان کډوالو هغه مهال غوښتل د اوسېدو موده یې د اوږدمهال لپاره تمدیده شي، خو داسې ونه شول.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل هغه مهال ویلي و، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو په اړه د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره کلنۍ ناستې لري او د نړیوالو ادارو او په پاکستان کې د افغان سفارت له لارې هڅه کوي اسلام اباد حکومت قانع کړي چې کډوالو ته له شپږو میاشتو تر یوه کال وخت ور کړي.

پاکستان: افغان کډوال د خپلو سیاسي ګټو لپاره نه کاروو

پاکستان کې افغان کډوال: د وتلو لپاره تر دوو میاشتو ډېر وخت غواړو

د هغه په خبره، د پاکستان پلاوي په دې تړاو استانبول ناسته کې په مشروط ډول ومنله چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده به د ۲۰۱۸ کال تر پایه وغځوي.

د انځور حقوق Getty Images

د نوموړي په خبره په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو د تمدید پر وړاندې یو شرط دا و چې دغه پرېکړه باید د پاکستان په کابینه کې تایید شي خو د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ لومړیو کې د پاکستان کابینې لخوا رد شوې وه.

اوس تر درېیو میاشتو پورې د افغان کډوالو اوسېدو مودې له غځولو وروسته د پاکستان حکومت له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه موضوع به راتلونکي ټاکل شوي حکومت ته وړاندې شي.