پېښور چاودنه: د هارون بلور جنازه کې د زرګونو کسانو ګډون

دغه ځای کې چاودنه شوې
Image caption دغه ځای کې چاودنه شوې

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د چاودنې پایله کې د دغه ګوند یوه مشر هارون بلور په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او ۳۵ نور ټپیان دي.

عوامي نېشنل ګوند د پېښې په تړاو درې ورځنی ویر اعلان کړی او درېیو ورځو پورې یې د سیاسي فعالیتونو ځنډولو اعلان کړی دی.

د "تحریک طالبان پاکستان" ویاند محمد خراساني ویلي، برید د دوی یوه غړي کړی. وسله والو طالبانو په اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې د عوامي نېشنل ګوند له دفترونو، سیاسي غونډو لرې واوسي، که نه د ناوړه پایلو ګواښ یې کړی دی.

د پېښور ليډي ريډنګ روغتون وياند ذوالفقار باباخيل بي بي سي ته د چار شنبې پر ګهیځ وويل، په دغه پېښه کې اوه ټپي شویو کسانو هم ساه ورکړې، چې د وژل شویو شمېر ورسره ۲۰ او د ټپیانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی.

Image caption د عیني شاهدانو په خبره کله چې هارون بلور غونډې ته د وینا لپاره دریځ ته ورسېد، سملاسي چاودنه وشوه.

د هارون بلور مړی د شپې ناوخته د نوموړي پلرني کور (بلور هاوس) ته ولېږدول شو او د چارشنبې په ماښام یې جنازه وشوه، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و.

د بم شنډونکي ځواک یوه افسر شفقت ملک بي بي سي سره خبرو کې منلې، چې د عوامي نېشنل ګوند پر غونډه ځانمرګی برید شوی دی. د نوموړي په وینا د بریدګر واسکټ کې نژدې یو کیلوګرام چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

هارون بلور له دغې سیمې صوبايي اسمبلۍ ته کاندید و، چې د کمپاین غونډې پر مهال یې چاودنه وشوه. ویل کېږي نوموړی روغتون ته سخت ټپي حالت کې لېږدول شوی و او لږ وروسته یې کورنۍ او روغتون مسولینو مړینه تایید کړه.

د عیني شاهدانو په خبره کله چې هارون بلور غونډې ته د وینا لپاره دریځ ته ورسېد، سملاسي چاودنه وشوه.

هارون بلور د عوامي نشنل ګوند د یوه مشر بشیر بلور زوی و، چې ۲۰۱۲ کال کې همدې پېښور کې د یوې غونډې پر مهال د ځانمرګي برید پایله کې وژل شوی و.

د ۲۰۱۳ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال د عوامي نشنل ګوند کارکوونکي او کاندیدان په نښه شوي وو.

هارون بلور څوک و؟

بلور کورنۍ د پېښور له مهمو سیاسي کورنیو یوه بلل کېږي. هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند د مهم غړي بشیر بلور زوی و، چې ۲۰۱۲ کال کې د ګوند په یوه غونډه کې د ځانمرګي برید له کبله وژل شوی و.

هارون بلور د صوبايي اسمبلۍ لپاره له ۷۸ مې ټاکنیزې حوزې ټولټاکنو کې کاندید و.

Image caption عیني شاهدان وايي، دریځ ته د هارون بلور له رسېدو سره سم چاودنه وشوه

تېر کال نوموړي له پي کې ۳ نه ټاکنو کې برخه اخیستې و او بریالي نه و. د عوامي نېشنل ګوند مشرانو هغه مهال ویلي و، چې خلکو یې د قرباني قدر نه دی کړی.

هارون بلور د ۲۰۱۳ کال له ټاکنو مخکې یوه چاودنه کې روغ پاتې شوی و.

د ۲۰۱۳ کال اپریل کې عوامي نېشنل ګوند د پېښور یکه توت سیمه کې غونډه درلوده، چې پکې چاودنه وشوه او ۱۷ کسان ووژل شول.

دغه چاودنه هغې ودانۍ ته څېرمه شوې وه، چې په لومړي تل کې یې غلام احمد او هارون بلور په یوه غونډه کې ناست وو، خو دوی ته هغه مهال زیان نه و رسېدلی.

ورته مطالب