د هارون بلور زوی وايي، هغه راته د ورور په شان و

د انځور حقوق AFP/GETTY

د هارون بلور مشر زوی دانیال بلور وايي:

''هارون بلور مې ورور غوندې و، ما ته خو نیکه بشیر بلور د پلار ځای درلود، هارون بلور ته مې د ورور په سترګه کتل. ''

نوموړی زیاتوي:

''زما او هارون بلور اړیکي دوستانه وو. داسې احساس مې نه کاوه، چې هغه مې پلار او زه یې زوی یم. موږ د وروڼو په څېر و. هارون بلور درې ورځې مخکې راته ویل، چې ټاکنو کې مو دریځ پیاوړی دی، انشاالله بریالي به یو، ته اندېښنه مه کوه. له پېښې مخکې هارون بلور زما دوست ته ټیلیفون وکړ او ویې ویل ' تاسې چېرې یاست، دلته کوهاټۍ کې لویه غونډه ده، دلته راشئ، ' نو موږ ور روان شو، موږ د غونډې ځای ته نه وو رسېدلي، چې لارې اوږدو کې له چاودنې خبر شوو. ''

پېښور چاودنه: د هارون بلور جنازه کې د زرګونو کسانو ګډون

بشير بلور شهادت ــ سياسي ګټه که تاوان؟

هارون بلور لومړنۍ زده کړې د پېښور سینټ میریز ښوونځې کې کړې وې او وروسته د لوړو زده کړو لپاره د همدې ښار اډورډز کالج ته لاړ. پېښور پوهنتون کې یې قانون ولوست او وروسته یې لوړې زده کړې برتانیا کې کړې دي.

Image caption دانیال بلور وايي: زما او هارون بلور اړیکي دوستانه وو

د پېښور ښاروالۍ له ټاکنو یې عملي سیاست پیل کړی و او هغو ټاکنو کې یې بریا تر لاسه کړې وه. له هغه وروسته یې پارلماني سیاست کې فعالیت پیل کړ. د بشیر احمد بلور له وژل کېدو وروسته هارون بلور د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار په توګه دنده درلوده.

د سږ کال ټولټاکنو کې له ۷۸ مې ټاکنیزې حوزې صوبايي اسمبلۍ ته کاندید و او تره یې غلام احمد بلور د پاکستان فدرالي اسمبلۍ لپاره له ۳۱ مې ټاکنیزې حوزې کاندید دی.

دانیال بلور وايي، پلار یې خوش مزاج سړی و او له نورو سره مرسته کې یې خوښي موندله.

د انځور حقوق .

د هارون بلور نژدې ملګري طلعت احسان بي بي سي ته وویل، هارون بلور د خاص شخصیت څښتن و او داسې ښه ملګری یې هېڅکله نه دی لیدلی. هغه وايي هارون بلور به د خلکو په غم او ویر کې داسې شریک و، چې ته وا خپل غم یې دی.

ښاغلی احسان وايي، له هارون بلور سره به یې ډېره غږېدا د ټاکنو باره کې وه او دوی به پر دې بحث کاوه، چې د جولای ۲۵ مې ټاکنو پایلې به څنګه وي. خو د نوموړي په وینا دوی ''نه پوهېدل چې الله تعالی د هارون لپاره لویه جایزه ساتلې، چې هغه د شهادت زرین مډال و، چې د هارون بلور نصیب شو. ''

اړونده مطالب