بلوچستان چاودنه: د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی

چارواکي وايي، پېښه کې ښاغلی ریساني خپله هم سخت ټپی شوی دی.

د عکس سرچینه، SIRAJ RAEESANI

د عکس تشریح،

چارواکي وايي، پېښه کې ښاغلی ریساني خپله هم سخت ټپی شوی دی.

بلوچستان کې د کورنیو چارو موقت ایالتي وزیر عمرجان بنګلزی وايي، د مستونګ سیمې یوه ټاکنیزه غونډه کې ځانمرګي بریدګر د صوبايي اسمبلۍ یوه کاندید په ګډون ۱۲۸ کسان وژلي دي. دغه پېښه کې ۱۲۲ کسان ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزیر فیض کاکړ د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر ته وویل، برید د نوي رامنځته شوي بلوچستان عوامي ګوند د کاندید نوابزاده سراج ریساني پر غوڼده شوی دی. سراج ریساني هم دغه برید کې وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، KHAIR MUHAMMAD

د عکس تشریح،

سراج ریساني د حکومت پلوي بلل کېده.

د مستونګ ډپټي کمشنر قایم خان لاشاري بي بي سي ته وویل، پېښه له مرکزي ښار کوټې نژدې ۳۵ کیلومتره لرې درینګړ سیمه کې د پخواني اعلی وزیر اسلم ریساني د ورور سراج ریساني په ټاکنیز لاریون کې شوې.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمه بنو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند انتخابي کاندید اکرم دراني د ګاډو پر یوې قافلې برید وشو.

رپوټونو کې ویل کېږي، برید کې درې کسان وژل شوي دي او ۳۹ نور کسان ټپیان دي، خو خپله اکرم دراني ته زیان نه دی اوښتی.

پاکستان کې له ټاکنیز کمپاین پېلېدو وروسته بنو کې دا پر یوه کاندید دویم برید دی او له دې دوې ورځې مخکې مرکزي ښار پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند کاندید هارون بلور په ګډون ۲۱ کسان په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

اکرم خان درانی له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ پورې د صوبې اعلی وزیر و

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي چارواکو له قوله وايي، ښاغلی درانی له ښاره ۱۵ کیلومتره بهر یوه غونډه کې له ګډون وروسته ستنېده، چې د ګاډو پر کاروان یې موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي باروت وچوول.

رپوټونو کې ویل شوي، چې په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د ځايي روغتون مشر ډاکټر قاضي فیاض الدین بي بي سي ته وویل، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

اکرم خان درانی د پاکستان قامي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان څوکۍ لپاره د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران مقابل کې ټاکنو کې سیالي کوي.

ویل کېږي کله چې ښاغلی درانی د صوبې اعلی وزیر و، دغه سیمه کې یې ډېر خدمتونه کړي او ګڼ ځايي اوسېدونکي یې پلویان دي.

له دې پېښې دوې ورځې مخکې پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه غونډه ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي وو. پاکستان کې له ټاکنیز کمپاین پیلېدو مخکې امینتي ادارو پر کاندیدانو او سیاستوالو د بریدونو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د عمران خان، اسفندیار ولي خان او افتاب شیرپاو تر څنګ د اکرم خان دراني نوم په هغو سیاستوالو کې شامل بلل کېده، چې پرې د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګندیده.