نواز شریف او مریم بند کې څه اسانتیاوې لري؟

د انځور حقوق @MARYAMNSHARIF

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې مریم نواز له لندن خپل هېواد ته په ستنېدلو سره راولپنډۍ کې ونیول او اډیاله جېل ته واستول شول.

نواز شریف ته لس کاله او مریم نواز ته اوه کاله بامشقته یا سخت جېل اورول شوی دی.

موږ په دې رڼا اچولو هڅه کوو چې بامشقته جېل څه ته وايي، دغه بند کې زندانیان کومې اسانتیاوې لري او دوی د کومې درجې بندیان دي.

بند ته له تللو مخکې

د جېل چارواکي وايي، کله چې نواز او لور یې بند ته ولېږدول شول، نو اول یې طبي ازمېښت وشو.

وروسته دواړو ته د بندیانو جامې ور واغوستل شوې او مختلفو برخو ته ولېږل شول.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني چې کله یوه دوسیه کې سزا سره مخ او څو ځل اډیاله جېل ته واستول شو، نو کله به چې موږ ور سره لیدل نو هغه به د بندیانو جامې اغوستې وې.

د اډیاله جېل یوه چارواکي له نومښودنې پرته بي بي سي ته وویل، چې نواز شریف او مریم نواز به هم د بندیانو کالي اغوندي.

د هغه په خبره، اډیاله جېل کې پر ولسي چارواکو سربېره داسې کسان هم شته چې له امنیتي ادارو سره تړاو لري.

نوموړی زیاتوي نواز شریف او مریم نواز د بندانو له جامو اغوستلو پرته بله لار نه لري.

خو هغه دا ونه ویل چې که نواز شریف یا مریم غواړي ځان ته پخپله هم دا جامې تیارولی شي که نه.

سخت جېل څه ته وايي؟

د انځور حقوق AFP

د بند د قوانینو له مخې د جېل چارواکي دې خبرې ته ژمن دي چې محکمې هر چا ته د بامشقته یا سخت جېل سزا اورولې، نو هره ورځ یو څه کار کوي.

په دې سختي یا مشقت کې بڼوالي، نورو بندیانو ته لیک لوست ور کول او د پخلنځي پاکولو سربېره د بندیانو حجامت په څېر کارونه هم راځي.

په دې مشقتي جېل کې ټوله اونۍ څه رخصتي هم نشته.

د دې بندیانو د مشقت کولو یا کار اخیستلو مسوولیت د بند د یوه چارواکي پر غاړه وي.

د چارواکو په خبره، د جېل اصولو کې دا لیکل شوي، چې که کوم بندي د اونۍ اوه ورځې کار کوي او د محبس چارواکي یې له کار راضي وي، نو یوه میاشت وروسته یې سزا له پنځو تر اتو ورځو کمېدلی شي.

بندیان څنګه ډلبندي کېږي؟

د جېل قوانین وايي، نواز شریف لومړی وزیر و، ځکه اوله درجه او لور یې مریم نواز دویمه درجه کې راځي.

د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې له ۴۲ جېلونو یوازې دوه محبسونه داسې دي چې بندیان يې د اولې درجې اسانتیاوې لري.

په دې دوو کې د بهاولپور او د راولپنډۍ اډیاله جېلونه دي.

بند کې زندانیان په دریو درجو وېشلی شي، دریمه درجه کې هغه بندیان دي چې د وژنې، غلا، تښتونې او جګړې او د عادي ډول دوسیو سره مخ وي.

دویمه درجه کې هغه بندیان دي چې وژنه او جګړو کې ښکېل وي، خو د ښې کورنۍ غړي وي.

د اولې درجې بندیانو اسانتیاوې

v د انځور حقوق Getty Images

د جېل د اصولو له مخې هغه بندیان چې اوله درجه کې راځي د استوګنې لپاره د دوو کوټو جلا بارک ور کول کېږي.

د یوې کوټې کچه ۹ ضرب ۱۲ فوټه ده.

د بندي لپاره پر بستره، ایرکنډېشن، یخچال او تلوېزون سربېره، ځانته پخلنځی هم شته.

د اولې درجې بندي د جېل د خوراک په ځای خپل ځان ته خواړه تیارولی شي.

پر دې سربېره له دوو سختیو یا مشقتونو سره هم مخ دی.

چارواکي وايي، که بندي غواړي دواړه سختۍ له دوی سره په ګډه تر سرولی شي او که غواړي له دې کارونو وروسته خپلې خونې ته ستنېدلی شي.

د جېل د اصولو له مخې کوم بندي چې دویمه درجه کې راځي، هغه ته ځانته کوټه او یوه سختي هم ور کول کېږي.

که د جېل مشر وغواړي دا سختي له یو تر دوو زیاتولی شي.

مریم نواز ته د دویمې درجې جېل

د انځور حقوق EPA

د خپل پلار اپوټه مریم نواز ته دویمه درجه جېل ور کړل شوی دی.

د بند چارواکي وايي، مریم نواز د ښځو بارکونو کې اوسي او یوه بندۍ به هغې ته د خدمتګارې په توګه ورکول کېږي.

چارواکي وايي، کومې سختۍ چې د اولې او دویمې درجې بندیانو ته د خدمت په ډول ور کول کېږي هغه معمولي جرمونو کې ښکېل وي.

دوی دا هم وايي، چې د حساب غوښتونکې محکمې له خوا نواز شریف او لور ته یې اورل شوې سزا پلې کېږي.