"چې رایه ونه کاروم، ځان تر نورو کم احساسوم"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پاکستان: ټاکنو کې د معلولینو لپاره اسانتیاوې

د پيښور لېرې پرتې سيمې "ارمړ" اوسيدونکی ۳۸ کلن سخي جان په دواړو پښو شل دی، خو بيا هم چې له کله د رايي اچونې اهل شوی، نو ټولو ټاکنو کې يې رایه کارولې ده.

کله یې چې لیدو ته ورغلو، نو سخي جان پر ویلچیر ناست و ، ویل یې چې په پاکستان کې معلولیت لرونکي کسان د رایې اچونې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي.

سخي جان راته د معلولانو (معذورانو ستونزې عملاً را وښودې او پخپل کلي کې یې د رایې اچونې مرکز ته بوتلم.

د دغه مرکز د ننوتو په دروازه کې د معلولو کسانو لپاره ښويندی یا رمپ نه و چې هغوی د رایې اچونې مرکز ته ننوځي.

سخي جان بي بي سي سره په خبرو کې وويل:

"دا کومې ستونزې چې ګورې، دا موږ دې ته اړباسي چې فکر وکړو له روغو وګړيو څخه کمزوري يو."

* نواز شریف او مریم بند کې څه اسانتیاوې لري؟

* د نقیب الله مسید په وژلو تورن پولیس افسر ضمانت منل شوی

د سرکاري شمېرو له مخې، په پاکستان کې څه باندې ۳،۲ میلیونه معلولان (معذوران) ژوند کوي او دوی ګیله لري چې د ټاکنو پر ورځ په رایې اچونې مرکزونو کې ورته اسانتياوې نه ورکول کېږي.

د يوې نادولتې موسسې (پاکستان الاينس فار انکلوسيو ايلکشنز) د رپوټ له مخې، د پيښور يوه ټاکنيزه حلقه يا حوزه کې په څه باندې۸۰ سلنه د رايې اچونې مرکزونو کې د معلولانو لپاره اسانتياوې نه شته۔

دغه سلنه په پلازمېنه اسلام اباد کې بيا نوره هم زياته ده۔

سخي جان وايي، د پاکستان په پارلمان کې د لږکيو ځانګړي څوکۍ شته دي، لکه د ښځو لپاره، خو د معلولانو لپاره داسې هيڅ سيټونه نه شته چې هلته د خپلو ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړي:

"معلولان هم غواړي چې رایې ورکړي، د خپلې خوښې کانديد وټاکي چې پارلمان ته لاړ شي او د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړي."

په پاکستان کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵مه ټاکنې کيدونکې دي چې ورته د ګوندونو او اليکشن کمېسيون له اړخه چمتووالی روان دی۔

دغه کمېسيون د معلولانو د حقونو لپاره کار کوونکو تنظيمونو سره دا ژمنې کړې وې چې د ۲۰۱۸م کال تر ټاکنو وړاندې به معلولانو ته اسانتياوې ورکړي، خو لا هيڅ نه دي شوي.

په پېښور کې د معلولانو د حقونو لپاره کار کوونکې يوه تنظيم فرينډز اف پيراپليجک (د معلولينو ملګري) يوه غړي مشتاق حسين بي بي سي ته وويل، حکومت معلولانو ته د روغو کسانو په سترګه نه ګوري.

هغه زياته کړه، د پاکستان ټاکنو کمېسيون دا ژمنه کړې وه چې معلولانو ته به اسانتياوې ورکړل شي، خو څه و نه شو او له دې امله معلولانو پرېکړه کړې چې په را راوانو ټاکنو کې برخه وانه خلي.

په پېښور کې مو چې د ټاکنو کمېسيون له وياند سهيل احمد څخه په دې اړه وپوښتل نو ویې ویل:

"څه سيمې داسې دي چې هلته دغه ستونزې هوارول ممکنه نه دي، نو ځکه کمېسيون پرېکړه کړې چې معلولانو ته د (پوسټل بيلټ) رایې اچونې اجازه ورکړل شي.

Image caption په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه معلولان ژوند کوي

پوسټل بيلټ يوه داسې طريقه ده چې د پاکستان په ټاکنو کې هغه سرکاري چارواکي چې د ټاکنو پر ورځ په دنده وي، نو ورته يو فارم ورکړل کېږي چې خپله رايه پرې له نورو پټه وليکي او د ټاکنو (ایليکشن) کمېسيون ته یې ولېږي.

دغه کمېسيون وايې، معلولان هم دغه پوسټل بيلټ کارولی شي چې وکړای شي له کوره خپله رایه وکاروي.

خو مشتاق حسين وايي، دا يو ښه ګام دی، خو له امله به یې معلولان داسې و انګېري چې دوی د نورو وګړو په څېر نه دي.

نوموړی زیاتوي، حکومت بايد د معلولانو لپاره په هېواد کې هره ودانۍ داسې چمتو کړي چې معلولان په اسانۍ ورشي.

د هغه په خبره، په هره ودانۍ کې اسانتیاوې لکه ښویندي یا ریمپټ، غټې دروازې، د نيم ړندو لپاره د بريښنا اسانتياوې او داسې نور ډيرې مهمې دي.

ورته مطالب