پښتونخوا کې ۷۹ ښځې ټاکنیزو سیالیو ته ولاړې دي

پاکستان کې راروانو ټاکنو کې په لومړي ځل ښځې پر عوامي څوکیو کاندیدې دي. "صوبیا شاهد" هم له خیبر پښتونخوا څحه سیالۍ ته ولاړه ده، خو شنونکې وایي ګوندونو د څوکیو په ورکړه کې له ښځو سره د برابرۍ چلند نه دی کړی او یوه ښځه هم داسې نه ښکاري چې بریالۍ به شي.

په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه نېټه ټول ټاکنې اعلان شوي چې هر پينځه کاله وروسته کيږې، خو د سږ کال په ټاکنو کې نوی قانون جوړ شوی دی.

د ټاکنو یا اليکشن کمېسيون د نوي قانون له مخې، هغه ګوندونه چې غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي، لږ تر لږه باید د عوامي څوکیو پنځه سلنه ښځینه کاندیدانو ته ځانګړې کړي.

که داسې و نه شي، نو دغه ګوندونه په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.

دغه ټاکنې پر ځانګړو څوکیو سربېره د قامي اسمبلۍ د ۲۷۲ څوکیو او د خیبرپښتونخوا د ۹۹ څوکیو د ترلاسه کولو لپاره کېږي.

دا ځل په پښتونخوا کې ۷۹ ښځې پر عوامي څوکيو کانديدې دي چې بيلا بيلو ګوندونو دغه څوکۍ ورته ورکړي او له سړيو سره به سيالي کوي.

"صوبيا شاهد" هم د هغو ښځو له ډلې ده چې د پاکستان له مسلم ليګ نواز ګوند څخه پر عوامي څوکيو کانديده ده او له دوه سيمو څخه سيالي کوي.

"چې رایه ونه کاروم، ځان تر نورو کم احساسوم"

د پاکستان ټاکنو کې د لږکيو ونډه

Image caption صوبيا شاهد له دير ولسوالۍ کانديده ده

"صوبيا شاهد" وايي، دغه نوی قانون د ښځو ځواکمنۍ او په ټاکنو کې د ښځو د رايې اچونې دود پيلولو لپاره لوی ګام دی.

د کمپاین په ځای کې یې له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، تاسو وینئ چې ټول نارینه دي دا پکې یوازینۍ ښځه ده چې د ځان لپاره رایې غواړي.

"په عوامي څوکيو به دومره وشي چې ولس به لږ تر لږه دا ومني چې ښځۀ هم په ټاکنو کې کانديدېدلی شي چې د قوم او کلي مشري وکړي"

"صوبيا شاهد" باوري ده چې خلک به رايې ورکړي، خو وايي که یې رایه رانه کړه، دومره خو به وي چې یوه ښځه د سړیو تر څنګ کاندیده وه او سیالي یې کوله.

د ښځو پر عوامي څوکيو کانديدېدلو ته شنونکي په ښه نظر ګوري، خو پر ګوندونو نیوکه کوي چې له ښځو سره یې د برابرۍ چلند نه دی کړی.

Image caption محمود جان: پر عوامي څوکیو کاندیدې ښځې به څو کاله وروسته د نورو ټاکنو لپاره چمتو وي.

یو شمېر نور بیا دا نيوکې کوي چې ګوندونو دغه څوکۍ ښځو ته په هغو سيمو کې ورکړي چېرته چې د ګوند پلويان لږ دي او د اټکل له مخې د ګټې امکان یې هم کم دی.

بېلګه یې پخپله "صوبيا شاهد" ده چې له دير ولسوالۍ کانديده ده، چې هلته يې سيالي د مذهبې ګوند جماعت اسلامي د مشر سراج الحق سره ده.

نوموړي په تېرو ټاکنو دغه څوکۍ پر ګڼ شمېر رايو ګټلې وه.

همدغه رنګ که وکتل شي، نو عوامې نېشنل ګوند ډيرې ښځې د پښتونخوا هزارې سيمې څخه کانديدې کړي، خو شنونکي وايي، هلته د دغه ګوند پلويان د نشت برابر دي.

په پېښور کې د يوه ځايي تلوېزيون مشر محمود جان بابر بي بي سي ته وويل، ګوندونو ښځې تل د سیمبول (شو پيس) په څېر کارولي او د خپلو سياسي غونډو د ښکلا لپاره یې ور بلي، خو د ده په خبره سياسي او نظرياتي ذهنیت جوړونه یې نه ده ور ته کړې.

محمود جان زياتوي، که هر څه وي، خو دا یو ښه ګام ځکه دی چې پر عوامي څوکیو کاندیدې ښځې به څو کاله وروسته د نورو ټاکنو لپاره چمتو وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
محمود خان اڅکزي سره مرکه

د هغه په باور، ښه خبره دا ده، کومو مذهبي ګوندونو چې د ښځو له رایې اچونې سره مخالفت کاوه، د ښځو سیاست یې له اسلام سره په ټکر کې ګاڼه، له خپلو ګوندونو یې ښځې کاندیدانې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ښځو د رايې اچونې دود ډير لږ دی چې له امله یې په ټاکنو کې د سړيو پرتله د ښځو رايې تر نيمايي هم کمې وي.

خو بل اړخ د دغه سيمې ښځې، له کومې چې صوبيا کانديده ده، وايي چې ګټه مهم نه ده، بلکې دا اړینه ده چې ښځه رايې اچونې ته راوځي.

سیاسي فعالې صایمه ګل بي بي سي ته وويل، نن که کاندېدانې کمزورې دي او د ګټې امکان يې لږ دی، خو وخت به راشي چې د سړيو سره به سيالي وکړي او و به يې ګټي.

Image caption صایمه ګل: ښځې ورو ورو په ځان باوري کېږي

ورته مطالب