پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو نوې بڼه

د انځور حقوق .

پاکستان کې سخت دریځو وسله والو د ترهګریزو بریدونو نوي ډولونه پیل کړي دي. اوس دغه وسله وال د بریدونو لپاره په کورونو کې چمتو شوي بمونو نه کاروي او نه یې هم په کڅوړو کې لېږدوي، بلکې دوی د موټر سایکلونو څوکۍ د بمونو په توګه کاروي.

ویل کېږي دوی پر موټر سایکل د کېناستو لپاره جوړه شوې څوکۍ تشوي، اته یا لس کیلو باروت پکې ږدي او ورسره میخونه، نټ، بولټ هم ځای پر ځای کوي.

د خیبر پښتونخوا په بنو سیمې په څلورو بریدونو کې دغه ډول بمونه استعمال شوي دي او یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي باروت له چاودنې مخکې شنډ شوي دي.

د بنو پولیس یوه چارواکي وویل، 'دغسې بمونه د موټرسایکل په څوکۍ کې ځای پر ځای کېږي. '

د پولیس په وینا د پولیسو له تلاشۍ وروسته موټر سایکل په هغه ځای کې درول کېږي او د هغه کس یا کسانو له رسېدو وروسته، چې په نښه کېږي، بریدګر له لېسرې ځایه د ریموټ کنټرول له لارې موټرسایکل څوکۍ ته چاودنه ورکوي.

د انځور حقوق .

مخکې به کورونو کې جوړ شوي بمونه معمولاً تر خاورو لاندې خښ کړل شوي وو یا به کڅوړو کې له لېږدول کېدو وروسته ځای پر ځای کېدل.

اوس پولیس وايي، بریدګر په اسانۍ سره موټر سایکل دروي او یوه بل لور ته لېږدولای شي.

د بریدونو دغه نوی ډول د پولیس لپاره یوه لویه ننګونه بلل کېږي.

د بنو سیمې پولیس افسر خرم رشید بي بي سي ته وویل، دوی یې د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او د ټاکنیز کمپاین پر مهال له کاندیدانو سره جیمر یا شنډونکي الات هم لېږدول کېږي، چې تر لېرې ځایه پورې کار کوي.

د انځور حقوق EPA

د نوموړي په وینا له بنو ګڼ کاندیدان ټاکنو کې برخه اخلي، خو اووه کسان داسې دي، چې ګواښل شوي او د دوی کمپاین سره جیمر هم لېږدول کېږي.

د خرم رشید په خبره بنو له قبایلي سیمې سره پر پوله پرته سیمه ده او هلته له پوځي عملیاتو سره سره هم په ځینې سیمو کې سخت دريځي وسله وال پټ پاتې دي، چې دغه ډول بریدونه کولای شي او امنیتي ځواکونو پر هغو لارو تالاشۍ ډېرې کړې دي.

کوټه او بنو کې برید د پولیسو په ګډون ۸ کسان ووژل او ۲۲ ټپیان شول

'بنو برید د مولانا ولي رحمان وژنې غچ اخیستنه وه'

د ځايي پولیسو په وینا یوازې بنو سیمه کې ځکه دغه ډول بریدونه کېږي، چې د سخت دریځو یوې ډلې ځايي مشر د دغه ډول چاودنو ماهر دی.

سرچینې وايي، دغه وسله وال مشر افسر نومېږي او د بنو اوسېدونکی دی.

د پولیسو په وینا د دغه ډول موټر سایکلونو د څوکیو کچه او بڼه له نورو ځانګړې وي او له غور کولو وروسته پېژندل کېدای شي.

اړونده مطالب