د پاکستان ټاکنو کې د ښځو برخه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ټاکنو کې د ښځو برخه

پاکستان کې ټولټاکنو ته اوس يوازې يوه اوونۍ پاتې ده، د دغه هېواد د یوه نوي قانون له مخې ډېرو ګوندونو په لومړي ځل ګڼ شمېر ښځې د اسمبليو څوکیو لپاره سيالۍ ته نومولې دي. په خيبر پښتونخوا کې ۷۹ ښځې د دغو ټاکنيزو سياليو لپاره کانديدې شوې دي.

خو د چارو کارپورهان په دې نظر دي، چې دغو ښځو ته ټولو ګوندونو پر هغو څوکیو ټکټونه ورکړي، چې د بریالیتوب چانس يې کم دی. له پېښوره زموږ همکار اظهارالله رپوټ راکوي.