پاکستان ټاکنو کې د ښځو ونډه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان ټاکنو کې د ښځو ونډه

په پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره نن سبا د دغه هېواد لروبر کې ټاکنيزې هلې ځلې روانې دي. د دغه هېواد ټولنه لا تر اوسه تر ډېره نارينه سالاره ده، خو بېلا بېلو سیمو کې یې ښځې هم ټاکنيزو سياليو ته کاندیدې دي. حمیده شاهد یوه همداسې پښتنه ده، چې په بر دیر کې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ته کاندیده ده او همالته خپلو ټاکنيزو هڅو کې پر ښځو سربېره پر نارینه و هم ګرځي او د ووټونو او رايو ګټلو لپاره هغوی ته خپله تګلاره روښانوي. زموږ همکار خدای نور ناصر همدې سیمې ته ورغلی او دا رپوټ يې پرې جوړ کړی دی.