ډیره اسمعیل خان او بنو کې پر کاندیدانو بریدونه شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بل خوا، بنو کې هم ټاکنو ته د ولاړ مخکېني اعلی وزیر اکم خان دراني پر موټر وسله وال برید شوی خو نوموړی روغ رمټ ترې وتلی دی.

د خیبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ ډیره اسمعیل خان او بنو کې د پي ټي ای او جمعیت علما اسلام (ف) پر کاندیدانو بریدونه شوي، چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

پولیس وايي، د یکشنبې په ورځ (جولای ۲۲مه) د لومړي برید هدف د ډیره اسمعیل خان ولسوالۍ کولاچي سیمه کې ګهیځ مهال شوی، ټاکنو ته د ولاړ او مخکیني صوبايي وزیر اکرم الله ګنډاپور ګاډی په نښه شوی.

په برید کې د ښاغلي ګنډاپور چلوونکی وژل شوی او درې نور کسان ټپیان شوي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، دا "ځانمرګی" برید و، خو تر اوسه په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې دا ځانمرګی و.

د کولاچي یوه افسر ټکا خان بي بي سي ته وویل، اکرم الله ګنډا پور پنځه کاله وړاندې د خپل وژل شوي ورور او مخکېني صوبايي وزیر اسرارالله ګنډاپور د وژونکو نه نیول کېدو په اعتراضیه غونډه کې د ګډون لپاره روان و چې برید پرې وشو.

مخکېنی صوبايي وزیر اسرارالله ګنډاپور پنځه کاله وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

پاکستان: قاضي وايي، ای ایس ای ترې د خپلې خوښې پرېکړې غوښتنه کړې

د پاکستان ټاکنې: مهم سیاسي ګوندونه

د مقتول ورور د هغه د وژل کېدو مسؤولیت د ډیره اسمعیل خان پي ټي ای پر یوه ځايي مشر واچاوه.

بل خوا، بنو کې هم ټاکنو ته د ولاړ مخکېني اعلی وزیر اکم خان دراني پر موټر وسله وال برید شوی خو نوموړی روغ رمټ ترې وتلی دی.

پولیس وايي، اکرم خان درانی د بنو بسیه خېلو سیمې ته روان و چې په سټه کلا کې پرې نا پېژاندو کسانو ډزې وکړې، خو دا چې د هغه موټر زغره وال و، نو زیان نه دی ورته اوښتی.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو په لټه کې دي.

د روانې جولای پر ۱۳مه هم د بنو په هوید سیمه کې د اکرم خان دراني د ګاډو پر کاروان برید شوی و، چې څلور کسان پکې وژل شوي وو او ځینې نور ټپیان وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب