د ټاکنو له امله پېښور کې د افغانانو په تګ راتګ بندېز لګول شوی

افغان کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي که د بندیز په ورځو کې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر ولېدل شي نو له قانون سره سم به چلن ورسره وشي.

په پېښور کې پر افغان کډوالو بندیز لګول شوي چې د جولای میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ مې ڼېټې پورې له خپلو کمپونو ونه وځي.

چارواکي وايي چې دا ګام یې په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت په موخه پورته کړې دی.

د پېښور د مرستیال کمشنر عمران حمید شېخ له خوا د دغه ښار اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې دې راتلونکو څلورو ورځو پورې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.

د مرستیال کمشنر په خبره دغه ګام یې پېښور او شاخوا سیمو کې د امنیت د ټینګ ساتلو او د ټاکنو په ورځ د کومې بدې پېښې د مخنیوي لپاره پورته کړی دی.

نوموړي ویلي که په دغو ورځو کې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر ولېدل شي نو له قانون سره سم چلن به ورسره وشي.

په پاکستان کې ډېری وخت افغان کډوالو ته د ناامنۍ پر مهال د شک په سترګه کتل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پاکستان کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال د پاکستان له حکومت سره راجسټر دي.

خو د پاکستان لوړ پوړو چارواکو او ان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په بیا بیا ویلي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هېڅ یوې ترهګرۍ پېښې کې لاس نه لري.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ټاکنو په ورځو کې پر افغان کډوالو ورته بندیز لګول کېده.

د شمېرو له مخې څه باندې یو میلیون افغان کډوال د پاکستان له حکومت سره راجستر دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب