" ټاکنو کې ژمنې نه، عملي کول يې مهم دي"

پاکستان

د ټاکنو په موسم کې به مو د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال ډېر کانديدان ليدلي وي چې د خپلو سيمو ولسونو سره لويې لويې ژمنې کوي او د غټو غټو کارونو ټټر وهي.

کانديدان سياسي غونډې کوي، اشتهاراتي کمپاينونو چلوي، پوسټرې، بنرونه، او د نوماندۍ داسې نور شيان تياروي چې ژمنې او شعارونه يې پرې څرګند کړي وي.

پاکستان کې هم د پارلماني ټاکنو موسم دا دی پای ته ورسېد. د جولای ۲۵مې دغو ټولټاکنو کې به د صوبايي او قامې اسمبليو لپاره غړي او د خلکو استازي ټاکل کېږي.

د دغو ټولټاکنو لپاره د قامې اسمبلۍ ۲۷۲ عامو څوکيو لپاره ۳۴۵۹ کسانو ځانونه کانديد کړي او د صوبايي اسمبليو ۸۳۹۶ څوکيو لپاره ۸۳۹۶ کانديدان سره خپلو منځونو کې سيالۍ کوي.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۹۹ څوکيو لپاره ۱۱۶۵ کانديدانو ټاکنيزې هلې ځلې وکړې، چې د خپلې صوبې پارلمان غړيتوب ته بريالي شي.

دغو کانديدانو ګڼ اشتهاري کامپاينونه وکړل او همدا هلې ځلې يې ټاکنو کې د بري لپاره ډېرې مهمې بولي. د پاکستان اېليکشن کمېشن د قانون له مخې اشتهاراتي کمپاينونو کې د قامي اسمبلۍ کانديد تر ۴۰ لکو او د صوبايي اسمبلۍ کانديد تر ۲۰ لکو پورې پاکستانۍ روپۍ لګولی شي.

خلکو سره يوه مسئله له ټاکنو وروسته د هغو ژمنو نه پوره کول دي، چې کانديدانو د خپلو اشتهاراتي کمپاينونو پر مهال کړې وي. د پېښور اوسېدونکی حضرت علي وايي له ډېرو کلونو راهيسې په ټاکنو کې رايې ورکوي، د ډېرو کانديدانو ژمنې یې ليدلې، خو يوه يې هم خپلې ټولې ژمنې نه دي پوره کړې.

د انځور حقوق Getty Images

ده بي بي سي ته وويل دا د ولس مسئوليت دی چې ټاکنو کې له بریاليتوب وروسته پارلمانونو او اسمبليو کې خپل استازي وپوښتي چې خپلې کړې ژمنې ولې نه پوره کوي.

"ولس ته دا هم په کار ده، يو کانديد چې يو وار د پارلمان غړې پاتې شوی وي، د هغه ورستي وخت ته دې وګوري ، کومې ژمنې يې چې کړې وي هغه يې پوره کړې که نه!"

همداراز، يو بل اوسېدونکی محمد شعيب یې بيا دا ټولې ژمنې د درواغو بولي خو بيا هم وايې داسې څه کانديدان شته چې تر وسه هڅه کوي پر خپلو کړو ژمنوعمل هم وکړي او پوره يې کړي.

خو کانديدان چې ټاکنو کې برخه اخلې په دغو اشتهاراتې کمپاينونو کې د خپلو ژمنو په اړه وايې کوم کانديد چې ژمنې کوي نو پوره يې دې هم کړي.

د پېښور يوې حلقې يا حوزې نه ولاړ کانديد کامران بنګش بي بي سي ته وويل چې دې کې هېڅ دوهمه خبره نشته چې کانديدان ډېرې داسې ژمنې کوي چې د پوره کولو وس او توان يې نه لري.

دی زياتوي کانديدان بايد داسې ژمنې وکړي چې پوره کولی او عملی کولی يې شي ځکه د ولس رايې يوه امانت وي چې يوه کانديد ته يې ورکوي.

"يوه کانديد ته ولس پر دې رايه ورکوي چې د سيمې د پر مختګ لپاره خپلې کړې ژمنې پوره کړي، نو که دی يې بيا له برياليتوب وروسته نه پوره کوي، نو له ولس سره خيانت کوي."

خو کارپوهان بيا پر دې نظر دي چې ولس په اشتهاراتي کمپاينونو کې پر هغو ژمنو باور کوي چې د سيمې د ستونزو په اړه وي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې پروفيسر الطاف الله خان بي بي سي سره خبرو کې وويل چې د نورو قومونو پرتله پښتانه يو جلا او ازاد سوچ لري.

خو د ده په خبره اوس يې دا سوچ په بدلېدو دی. دی دا هم يادوي ګنې پخوا به چې پښتنو کله کوم کانديد ته رايه ورکړه او د پارلمان غړي به شو نو وروسته بي يې ترې دا هم پوښتل کومې ژمنې يې چې په اشتهاراتي کمپاينونو کې کړې کله او څنګه به يې پوره کوي.

خو دی وايې"اوس هغه وخت نور نه دی پاتې. پښتنو هم اوس په کمپاينونو کې پر ژمنو يقين پيل کړی او وروسته د ځان سره هېڅ داسې تپوس نه کوي چې د پارلمان له غړي وپوښتې چې ژمنې يې ولې نه دي پوره کړې."

ښاغلې الطاف الله خان بيا زياتوي چې دغه د ژمنو يقين بيا په ښار او کليوالو سيمو کې جلا دود لري. د ده په خبره په کلې کې يو کانديد بيا بيا ټاکنو کې کانديدېږې نو ځکه یې ولس ژمنو ته نه ګوري خو کس او ګوند ته يې ګوري او رايې ورکوي.

دی همداراز وايې په ښاري سيمو کې بيا په اشتهاراتې کمپاينونو کې پر ژمنو يقين زيات وي او هغه خلک چې په ښار کې ژوند کوي اشتهار ته هم ګوري چې کومه او څه ډول ژمنه يې کانديد ورسره کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب