د پاکستان ټاکنې او افغانستان

Image caption د اسلام اباد یوه حلقه کې رایه ور کوونکي وايي، پوځ ان تر رایه ور کولو پورې در سره ځي او ګوري چې رایه چا ته ور کوې.

نن د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه په پاکستان کې د ملي او یالتي اسامبلو د انتخاباتو ورځ ده.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د ملي اسامبلې د ۲۷۲ او څلورو ایالتي اسامبلو د ۵۷۷ انتخابي څوکیو لپاره څه باندې ۱۰۰ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده.

په دې ټاکنو کې د مستقلو نوماندانو په ګډون، د ۵۰ سیاسي او مذهبي ګوندونو ۱۲ زره او ۲۷ نوماندان رقابت کوي.

د پاکستان ګالپ د سروې پر اساس، په دې ټاکنو کې د رقابت اصلي اړخونه د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ او د عمران خان تحریک انصاف دی.

پنجاب ایالت د پاکستان تر ټولو زیاتې څوکۍ لري او مسلم لیګ به دلته تر پنځوس سلنې رایې ولري، چې څه باندې سل څوکۍ کیږي.

د تحریک انصاف لپاره دلته د ۳۱ څوکیو او په پښتونخوا کې د ۵۷ سلنه رایو د خپلولو اټکل شوی.

د دې دوو ګوندونو ترڅنګ د خلکو ګوند او د مذهبي ډلو ټلواله ( متحده مجلس عمل) هم انتخاباتو کې ټاکونکی رول لرلی شي.

لانجمنې او شکمنې ټاکنې

د پاکستان دغه ټاکنې د نورو ټاکنو پرتله له جنجالونو او اندېښنو ډکې دي.

د مسلم لیګ ګوند رهبر او د هغه لور، چې په ټاکنیزو کمپاینونو او د خپلو پلویانو په تحرک کې یې ټاکونکی رول درلود، په زندان کې دي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف له ۲۲کلنې سیاسي مبارزې وروسته، ظاهرا په سیاسي عروج کې دی.

مخالف ګوندونه پر پوځ تور لګوي، چې د قضایه قوې له لارې د یوه مشخص ګوند په ګټه، د هغه سیاسي رقیبان ځپي او په انتخاباتي کمپاینونو کې امنیتي او رسنیز چانسونه ورته ایجادوي.

په پاکستان کې عمومي ذهنیت دا دی، چې پوځ په هرڅه واکمن دی او انتخابات هم د دوی له لاسوهنې بې اغیزې نه دي.

د تیرو انتخاباتو برعکس، په دې انتخاباتو کې د رایپاڼو د چاپ او انتخاباتي توکو د انتقال چارې هم د پوځ په کنټرول کې وې.

د امنیتي پېښو او درغلیو د مخنیوي لپاره د ټاکنیزو مراکزو په داخل او بهر کې پوځیان په دندو ګومارل شوي.

ځینې ګوندونه دا چاره د ټاکنو د شفافیت لپاره مهمه ګڼي، خو د پوځ منتقد سیاستوال او سیاسي ګوندونه دې ته پر یوه مشخص جهت د انتخاباتو د رهبري کولو په سترګه ګوري.

نوازشریف سره له دې، چې په یوه حساس او مهم پړاو کې په زندان کې دی، خو پر ګوند او غړو یې سیاسي نفوذ اوس هم حاکم دی.

سره له دې، چې هغه بندي دی، خو زنداني کېدل یې د ګوند پر پلویانو دا اغیز درلودی شي، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اسلامي دولت وايي، کوټه کې د ټاکنو مرکز سره برید دوی کړی چې نږدې۳۱ کسان پکې وژل شوي او همدومره ټپیاندي.

د عمران خان لپاره د اکثریت څوکیو ګټل ستونزمن دي، په تېره په پنجاب ایالت کې، چې د نورو ایالتونو پرتله زیاتې او برخلیک ټاکونکې څوکۍ لري.

مسلم لیګ ته هم په پنجاب کې د نورو سیاسي او مذهبي ډلو د نفوذ په صورت کې کافي څوکۍ ترلاسول سخت دي.

د ۲۰۱۸ کال کې د انتخاباتو په اړه وار دمخه ایجاد شوی ذهنیت دا دی، چې تحریک انصاف به دا ټاکنې وګټي.

دغه ګوند له پوځ سره د ټکر پلوی نه دی او له مذهبي ګوندونو سره هم، چې له پوځ سره ښه اړیکه لري، نږدې دی او د پښتونخوا په څېر ایالتونو کې یې ورسره ګډ حکومت جوړ کړی.

که تحریک انصاف په ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ترلاسه نه کړي، چې اټکل یې هم کیږي، د دې ګوند لومړیتوب به د سیاسي ګوندونو پرځای له مذهبي ګوندونو ( متحده مجلس عمل) او ازادو نوماندانو سره ایتلاف کول وي.

ښايي پوځ ته هم یو کمزوری پارلمان او ایتلافي حکومت، تر قوي پارلمان او قوي ملکی حکومت ګټور وي.

نوی حکومت او افغانستان

ر
Image caption د نواز شریف د ګوند ملاتړي

په افغانستان کې حاکم ذهنیت دا دی، چې په پاکستان کې د حکومتونو تغییر، د دغه هېواد پر افغان پالیسي اغیز نه پرېباسي.

دا مسله په تیرو ۱۸ کلونو کې تجربه شوې هم ده.

خو افغانستان په پاکستان کې د یوه قوي ملکي حکومت د رامنځته کېدو پلوی دی.

سره له دې، چې د افغانستان، چین، امریکا او هند په تړاو د دغه هېواد بهرنی سیاست تل د پوځ په لاس کې دی، خو د یوه ملکي حکومت رامنځته کېدل لږ ترلږه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ډیالوګ ژوندی ساتي.

په ۲۰۰۸ کال کې د افغان حکومت او متحده ایالتونو لپاره د بې نظیربوټو په مشرۍ حکومت له دې امله مهم و، چې اسلام اباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د کابل او واشنګټن رښتینې مرسته وکړي، خو د ټاکنو په درشل کې د بوټو مرګ دغه هیلې کمزورې کړې.

له خلکو ګوند سره د نشنل عوامي ګوند ملګرتیا دا هیله مندي راټوکولې وه، چې د پاکستان په افغان پالیسي کې به تغییر راشي، یا لږ ترلږه ملکي حکومت به پر پوځ فشار راوړي، چې د افغانستان په تړاو خپله پالیسي بدله کړي او د جنګیالیو ډلو ملاتړ پریږدي، خو د طالبانو له لارې د اتحادي ګوندونو( واکمنو ګوندونو) مکررې هدف ګرځونې دا هیلې غوړېدو ته پرېنښودې.

په ۲۰۱۳ کال کې له مسلم لیګ (ن) سره د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د ملګرتیا په اړه هم په کابل کې دا خوشبیني موجوده وه، چې ملکي حکومت به له افغانستان سره اړیکي ښه او په افغان پالیسي کې به تغییر راولي.

د نواز شریف په اړه ویل کېدل، چې د افغان پالیسۍ د بدلولو هیله یې درلوده، خو دې هیلې ته ونه رسېد او یا هم چا پرېنښود.

په ۲۰۱۸ کال کې وضعیت متفاوت دی

د انتخاباتو مخکښ ګوند تحریک انصاف د افغانستان له مسایلو سره ډېره کمه علاقمندي ښيي او افغان حکومت هم له هغه سره د پاکستان د نورو سیاسي ګوندونو پرتله، پاموړ اړیکي نه لري.

له هغه سره په ایالتي او مرکزي کچه هم داسې ګوند ملګری نه دی، چې لږترلږه د افغانستان په اړه مستقل او په دوستۍ ولاړ سیاست ولري.

شته وضعیت ته په پام، که رښتیا هم عمران خان واک ته رسیږي، د افغانستان په اړه به د پاکستان سیاست- چې پوځ پکې تر ټولو ډېر ښکیل دی- ډېر تغییر ونه خوري.