د پاکستان ټولټاکنې: لومړنیو پایلو کې د عمران خان ګوند مخکې دی

د انځور حقوق EPA

د ټاکنو په دویمه ورځ سهار نهه بجو پورې د ټاکنو کمېسون د قامي اسمبلۍ یا پارلمان لپاره د اوو حوزو نارسمي پایلې اعلان کړې.

د دې پایلو له مخې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف څلور، مسلم لیګ نون، پیپلز پارټۍ او متحده مجلس عمل یوه یوه څوکۍ ګټلې دي.

خو لا هم د ټاکنو کمېسون مشر د دغه هېواد د چهارشنبې ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانول ځنډولي دي.

پکار وه د تېرې ورځې د رایې ور کوونې بهیر له پای ته رسېدو لس ګړۍ وروسته لومړنۍ پایلې اعلان شوې وی.

* د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

* د پاکستان ټاکنې: مهم سیاسي ګوندونه

خو د ټاکنو کمېسون مشر یې ځنډېدل په خپل سیستم کې خرابي بولي، خو دې خرابۍ ځینې سیاسي ډلې شکمنې کړې دي.

سره له دې چې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې، خو د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان په دې ټاکنو کې خپل بری لمانځي.

له بلې خوا د پاکستان مشهور ګوندونه- پاکستان مسلم لیګ ن، پاکستان پيپلژ پارټي او نورې ډلې- په دې ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګوي.

د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور او د مسلم لیګ نون مشر خو ان دا وویل، چې د ټاکنو پایلې نه مني.

مبارکي

د عمران خان یوې پخوانۍ مېرمنې جمیمه ګولډسمېت په خپل ټوېټر کې نوموړي ته مبارکي ویلې او زیاتوي زما د زوی پلار د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر دی.

ګډ او لانجمن حکومت

د انځور حقوق EPA

که څه هم د عمران خان پلویان خپل بري ته هیله من دي، خو نارسمي پایلې ښيي چې قامي اسمبلۍ یا پارلمان کې ښکاره بری نه لري او که د رایو شمېرلو پایله همداسې وي، له نورو ډلو سره به ګډ حکومت جوړولو ته اړ وي.

خو دا هرڅه به د رسمي پایلو له اعلان وروسته روښانېږي.

د صوبايي یا ایالتي ټاکنو په تړاو که څه هم نارسمي پایلې ښيي چې تحریک انصاف ګوند له پخوا ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي، خو بیا هم برتري د هغو ډلو ده چې مخکې هلته ډېری یا اکثریت و.

که څه هم د ټاکنو کمېسون مشر وايي، د ټاکنو لپاره د نوي سیستم لومړۍ تجربه وه، ځکه خرابي هم را منځ ته شوې ده، خو اوس پوښتننه دا ده چې د نورو لویو سیاسي ګوندونو شکایتونو او تورونو ته به څه ځواب ور کول کېږي.

که دا لوی ګوندونه سره یو شي او ټاکنې له درغلیو ډکې او بې انصافه وبولي، سپیناوی به یې څنګه کېږي.

* د پاکستان ټاکنې او افغانستان

* پښتونخوا ټاکنې: يوې ښځې هم رایه نه ده ورکړې

همدا وجه ده چې د تېر په څېر د پاکستان د ۲۰۱۸ کال ټاکنې هم تر پخوا ډېرې جنجالي ښکاري.

د چارو شنونکی طاهر خان وايي، عمران خان به له نورو سره حکومت جوړوي، خو دا به تر ټولو زیات لانجمن حکومت وي:

"ځکه هغه یوازې تلل غواړي او دا به ورته ګرانه وي چې له نورو ډلو سره ګډ لاړ شي".

ښاغلی خان زیاتوي چې د عمران خان مخالف ګوندنه به هڅه کوي د عمران خان حکومت ته جنجالونه جوړ کړي.

د نوموړي په خبره، عمران خان تل هڅه کړې یوازې په مخ لاړ شي، خو پښتونخوا کې یې تېر حکومت د مجبوریت له امله له جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ سره جوړ کړی و.

بندو خونو کې څه کېږي؟

ر د انځور حقوق EPA
Image caption مریم اورنګزېب دا هم وايي، چې د ګوند مهم مشران یې ترې نوماندان دي د ټاکنو بهیر څارلو ته یې استازي نه دي پرېښودل شوي.

د بي بي سي خبریال هارون رشید وايي، د مسلم لیګ نون یوه مشره او پخوانۍ اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزېب راولپنډۍ کې خبریالانو سره خبرو کې دا پوښتنه را ولاړه کړه چې ولې د ټاکنو پایلې ځنډول کېږي.

بندو کمرو یا خونو کې څه تېرېږي، خبریالان دې ور شي دا دې روښانه کړي.

هغې دا هم وویل، چې له کومو سیمو یې د ګوند مهم مشران وماندان دي د ټاکنو بهیر څارلو ته یې استازي نه دي پرېښودل شوي.

خو د ټاکنو کمېسون مشر بابر یعقوب وايي، چې تراوسه د پایلو ځنډېدو په هکله څومره تورونه لګېدلي، یو هم ثبوت نه لري.

نوموړي د مریم اورنګزېب د تورو په هکله هم وویل، چې کوم بنسټ نه لري.

خو له دې سره سره تېره ورځ په اسلام اباد کې ځینې رایه ور کوونکو ویل، چې ان پوځیانو هڅه کوله د رایې اچولو تر ځای در سره لاړ شي او دا وګوري چې رایه چاته ور کوې.

ټاکنو کې درغلۍ

د انځور حقوق AFP

د پاکستان د انساني حقونو کمېسون وايي، چې ټاکنو کې د اغېز شندلو ډېره هڅه شوې ده.

که څه هم دې ادارې کومې خواته ښکاره ګوته نه ده نیولې، خو اسلام اباد کې د چارو شنونکی طاهر خان وايي، داسې ښکاري چې اشارې امنیتي ادارو ته دي.

طاهر خان له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، چې پر دې کمېسون سربېره نورو ډلو هم ورته تور لګولی دی.

هغه د شهباز شریف څرګندونو ته په اشاره وايي، چې نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو تورونه لګولي دي.

د ټاکنو کمپاین پر مهال هم د پاکسان پوځ او امنیتي ادارو ته اشاره کېده، دا ډول تورنه پخوا هم و، خو دا تورونه دا ځل ډېر دي.

نوموړی دا هم وايي، چې پوځ دا تورونه ردوي او وايي، چې یوازې د ټاکنو امنیت یې مسوولیت و.

ورته مطالب