د پاکستان ټاکنې: پښتونخوا او قبایلو کې څوک بریالي دي؟
پښتونخوا کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، تحریک انصاف هغه ګوند دی چې تراوسه یې دغه ایالت کې له ۹۹ څوکیو څخه زیاتې څـوکۍ ګټلې چې شمېر یې ۵۴ ته رسېږي.
د پاکستان مسلم لیک نواز ګوند ۲ څوکۍ ګټلې او عوامي نشنل ګوند ۵ څوکۍ ګټلې دی.
د جماعت الاسلامي او جمعیت علمايې اسلام ګډ ګوند متحده مجلس عمل ۶ څوکۍ ګټلې دي.
دودیزو سیاسي مشرانو بایللې
د پښتونخوا سوات کې د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف د تحریک انصاف د نوماند مقابل کې ماتې وخوړه.
- د پښتونخوا سوات کې د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف د تحریک انصاف د نوماند مقابل کې ماتې وخوړه.
- د جمعیت علمايې اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمن
- د جماعت السلامي ګوند مشر سراج الحق
- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
- او د عوامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو دوی ټولو خپلې څوکۍ بایللې دي.
د قبایلي سیمو حال
د عکس سرچینه، FB
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر هم د شمالي او سوېلي وزیرستان څوکۍ ګټلې دي.
قبایلي سیمې چې اوس د پښتونخوا ولسوالۍ ګرځېدلې دي په باجوړ کې هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند دوه څوکۍ ګټلې دي.
په مومند ایجنسي کې تر اوسه د ۱۵۰ د رایو مرکزونو پایلې اعلان شوې چې په هغو کې هم د تحریک انصاف ګوند زیاتې رایې ګټلې دي خو تر اوسه پورې د ټولو مرکزونو رایې مخې ته نه دي راغلې.
په شمالي وزیرستان کې محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر و هغه څوکۍ ګټلې ده.
په سویلي وزیرستان کې هم د همدې غورځنګ یو بل مخکښ مشر علي وزیر خپله څوکۍ ګټلې ده.
په خیبر ایجنسي کې د یوې حلقې نتجې تر اوسه خپرې شوې هغه د پاکستان تحریک انصاف کاندید نورالحق قادري د الحاج شاه جی ګل نه څوکۍ ګټلې ده.
د مېرمنو حال
د پاکستان په دې ټاکنو کې چې کومو میرمنو برخه اخیستې وه د هغو بشپړې پایلې لا نه دي اعلان شوې د دېر ولسوالۍ کې چې حمیده ټاکنو ته درېدلې وه برخلیک یې لا نه دی اعلان شوی.
د پاکستان په دغو ټاکنو کې ۵۴ سلنه خلکو برخه اخیستې وه ویل کېږي په خیبر پښتونخوا کې هم له ۵۰ سلنه زیاتو کسانو برخه اخیستې ده.
پاکستان کې د بي بي سي خبریال دا خبره هم کوي چې په لومړي ځل د باجوړ ایجنسي میرمنو په زیات شمېر کې بهر راوتلې وې او په ټاکنو کې یېبرخه اخیستې ده دغو میرمنو له دې مخکې له کوره د بهر کېدو اجازه نه درلوده.
خو د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د سیاسي مشرانو او سیمه ییزو مشرانو د تړون سره سره چې هوکړه یې کړې میرمن به ټاکنو کې برخه نه اخلي ښځې بهر راووتې د خپلې رایې ورکونې حق څخه یې ګټه پورته کړه.کړ؟