پاکستان ټاکنې: خیبر پښتونخوا کې د ټاکنو بایلونکي ګوندي مشران

مولانا فضل الرحمان د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان ټولټاکنو کې غير رسمي او غیر نهايي پايلې ښيي چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

دغه ايالت کې د یو شمېر ګوندونو مشرانو ته چې ټاکنو کې هم کاندیدان وو، د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو ماتې ورکړې. دغه لیکنه کې د هغو ګوندي مشرانو په اړه لولو، چې ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده.

مولانا فضل الرحمان

د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان پارلمان غړی دی، په سږنیو ټاکنو کې یې د تحریک انصاف ګوند کاندید پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

مولانا د خپلې پلرنۍ سیمې دېره اسماعیل خان له دوو ټاکنیزو حوزو کاندید و او دواړو کې یې د تحریک انصاف کاندیدانو علي امین خان او محمد یعقوب شیخ پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

د پېښور پوهنتون استاده نورین نصیر د مذهبي ګوندونو مشرانو د ماتې په اړه په دې باور ده، چې ''ښايي خلک نور نه غواړي د مذهب په نامه چا ته رایې ورکړي. ''

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند مشر، شهباز شريف

په ټاکنیزو سیالیو کې د تحریک انصاف ګوند تر ټولو مخکښ سیال مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف د سوات له درېیمې شمېرې حوزې قومي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان ته کاندید و.

په دغه حوزه کې ټول اته کانديدان وو چې د ټاکنو کمېسيون د پايلو له مخې د تحریک انصاف ګوند کانديد سليم الرحمان د ۶۸۱۴۲ رايو له تر لاسه کولو وروسته بریالی بلل شوی او ښاغلي شريف له ۲۲۷۶۶ رايو سره دویم ځای خپل کړی دی.

شهباز شریف د پاکستان له نورو څلورو ټاکنیزو حوزو هم کاندید و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهباز شریف د سوات له درېیمې شمېرې حوزې قومي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان ته کاندید و.

د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري

بلاول بوټو چې لومړی ځل یې ټولټاکنو کې سیالي کوله، د کراچۍ ښار یوې حوزې تر څنګ د ملاکنډ سیمې له اتمې ټاکنیزې حوزې هم کاندید و. دلته هم د تحریک انصاف ګوند کاندید جنید اکبر له ۸۱۳۱۰ رایو سره بریالی وبلل شو او بلاول بوټو له ۴۳۷۲۴ رایو سره دویم ځای تر لاسه کړ.

د جمعیت علمای اسلام یو مشر اکرم خان درانی

عمران خان د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر او د جمعیت علمای اسلام ګوند کاندید اکرم خان دراني ته ماتې ورکولو سره بری وګاټه. عمران خان د پاکستان پنځو ټاکنیزو حوزو کې کاندید و، چې ټولو کې بریالی شوی دی.

د انځور حقوق FACEBOOK/PTI
Image caption عایشه ګلالۍ په خپل نامه د تحریک انصاف بېله ډله جوړه کړه

د پاکستان تحريک انصاف( ګلالۍ ډلې) مشره، عايشه ګلالۍ

له پاکستان تحريک انصاف ګونده بېله شوې سیاستوالې عايشه ګلالۍ هم ټاکنو کې برخه اخیستې وه، چې په دې وروستيو کې يې خپله د تحريک انصاف ګوند جلا ډله جوړه کړې.

اغلې ګلالۍ د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د صوبې پخواني اعلی وزیر او تحریک انصاف کاندید پروېز خټک پر وړاندې ماتې وخوړه. ښاغلي خټک ۸۲۱۱۸ رایې تر لاسه کړې او عایشه ګلالۍ له ۹۵۹ رایو سره د نهو کاندیدانو په ډله کې اووم ځای خپل کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چارسدې اين اې ۲۴ حوزه کې اسفنديار ولې خان ته د تحریک انصاف ګوند کانديد فضل محمد خان ماته ورکړې ده

د ګوندونو هغه مشران چې په خپلو پلرنيو سيمو کې يې ماتې خوړلې

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولې خان

د چارسدې اين اې ۲۴ حوزه کې اسفنديار ولې خان ته د تحریک انصاف ګوند کانديد فضل محمد خان ماته ورکړې ده. د پېښور پوهنتون د سياسي زده کړو څانګې پروفيسيوره نورين نصير وايې:

"اسفنديار ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کولو کې پاتې راغی او بايلل يې هم له همدې امله و."

مېرمن نورين وايې:

"د خلکو غوښتنه وه چې عوامي نشنل ګوند به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي خو داسې ونه شول."

قومي وطن ګوند: افتاب احمد خان شيرپاو

افتاب احمد خان شیرپاو خپله پلرنۍ سیمه چارسده کې د تحریک انصاف ګوند کاندید پر وړاندې ماتې وخوړه او دویم ځای یې خپل کړ.

د جماعت اسلامي ګوند مشر، سراج الحق

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم په خپله پلرنۍ سیمه کې د تحریک انصاف ګوند کاندید محمد بشیر پر وړاندې ماتې خوړلې.

ښاغلی بشير له ۶۳۰۱۷ رايو سره لومړی او سراج الحق له ۴۶۰۴۰ رايو سره دویم ځای خپل کړی دی. له دې مخکې دغه سیمه کې تل جماعت اسلامي ګوند بریا ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بلاول بوټو چې لومړی ځل یې ټولټاکنو کې سیالي کوله، د کراچۍ ښار یوې حوزې تر څنګ د ملاکنډ سیمې له اتمې ټاکنیزې حوزې هم کاندید و.