پاکستان: د 'سیاسي غچ اخیستنې' په تور د سپي وژونکي نیول شوي

د سپې وژنې ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو او ډېرو خلکو دغه پېښه سخته وغندله د انځور حقوق KP POLICE
Image caption د سپې وژنې ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو او ډېرو خلکو دغه پېښه سخته وغندله

د خیبر پښتونخوا بنو سیمې پولیسو هغه دوه کسان نیولي، چې د سیاسي غچ اخیستنې په توګه یې په له زړه سوي پرته یو سپي وژلی. پر دغو کسانو تور پورې شوی، چې د حیواناتو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي او یوه سیاسي ګوند ته یې سپکاوی کړی دی.

د جمعې پر ورځ له بنو سیمې پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ لاس پر لاس شو، چې د یوه سپي وژل کېدو صحنه پکې لیدل کېږي. ویډیو کې یو سړی لیدل کېږي، چې سپی د پاکستان تحریک انصاف ګوند په بیرغ کې نغاړي او پرې ډزې کوي.

د بنو یوه ضلعي پولیس افسر خرم رشید بي بي سي ته وویل، د سپي وژلو قضیه کې یې څلور تورن کسان نیولي دي او د دوی خلاف یې دوسیه ثبت کړې ده.

کراچۍ کې ټپي شوی "اتل خر" ومړ

اېبټ اباد کې یو ماشوم خره پسې تړل شوی او تر مرګه کش شوی

د پاکستان جنايي قانون ۴۲۹ مادې له مخې د حیواناتو وژل د زهرو ورکړې له مخې دي او دې جرم کې احتمالي سزا پنځه کاله زنداني کېدل دي.

یوه بله ماده، چې دغه قضیه کې راځي ۵۰۰ مه ماده ده، چې د سپکاوي اړوند ده او احتمالي سزا یې دوه کاله زنداني کېدل دي.

قضیه کې د عامه نظم ګډوډولو مادې هم شاملې دي. د پولیسو لومړني رپوټ کې ویل شوي، چې تورنو کسانو په بې رحمۍ یو پټه خوله ځناور وژلی دی او یوه 'منظم ' سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف ته یې سپکاوی کړی دی.

د انځور حقوق KP POLICE

رپوټ کې دغه راز ویل شوي دي، چې تورونو کسانو د عامه نظم ګډوډولو هڅه کړې او کارکونکو ته یې 'په پټه خوله یو ګواښ کړی دی '

پاکستان کې له دې مخکې هم 'څاروي د سیاسي غچ اخیستنې ' ښکار شوي دي. له دې مخکې کراچۍ کې د پاکستان له ټولټاکنو مخکې د یوه سیاسي ګوند کارکونکو هغه خر په وهلو ډبولو وژلی و، چې پر څرمن یې د یوه سیاسي مشر نوم لیکل شوی و.