تر ۱۷ کاله جګړې وروسته افغانستان کې سولې ته تاریخي لار پرانیستل شوې

. د انځور حقوق Getty Images

افغانستان کې جګړه روانه ده خو امریکا په دغه هېواد کې د سولې لپاره هم کار کوي، دا د وال سټریټ ژورنال د یوه مطلب سرلیک دی چې په افغانستان د سولې د هڅو په اړه دی. په دې مطلب کې ویل شوي له اوه لس کاله جګړې وروسته د سولې د تاریخي خبرو لپاره لاره پرانیستل شوې چې شونې ده دا جګړه پای ته ورسوي.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز هم د درې امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې امریکايي پوځیان افغان امنیتي ځواکونه هڅوي چې له لرې پرتو سیمو ځانونه را وباسي او پر ګڼ میشتو سیمو تمرکز وکړي.

ورځپاڼه لیکي دا د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده او دوی دا اسناد کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي دغو چارواکو ورته ویلي چې دوی ځکه افغان ځواکونه دې ګام ته هڅوي چې په دې سره د افغان سرتيرو د تلفاتو مخه نیول کيږي او په لرې پرتو سیمو کې به د وسله والو له بریدونو خوندي وي.

خو دغو چارواکو ورځپاڼې ته ویلي دوی یوازې مشوره ورکوي، خو اصلي پرېکړه افغان چارواکي کوي او له ځینو سیمو افغان امنیتي ارګانونو د خپلو سرتېرو له په شا کېدو ډډه کړې ده او دلیل یې دا ښودل شوی چې که دا کار وکړي، نو د سیمې اوسیدونکي به فکر کوي چې افغان ځواکونو له دوی سره خیانت کړی دی.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي طالبانو هم منلې چې استازو یې په قطر کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي او دا خبرې ډیرې ګټورې وي.

طالب سرچینو ورځپاڼې ته ویلي په دې ناسته کې د رسمي او د لوړې کچې خبرو اترو په تر سره کولو ټینګار وشو.

ورځپاڼه زیاتوي، یوه طالب چارواکي ورته ویلي دا خبرې د تېرې دوشنبې په ورځ په قطر کې شوي او د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د امریکايي پلاوي مشرۍ کوله.

دغه چارواکي ویلي خبرې په لومړي پړاو کې دي او دواړو خواوو په راتلونکې کې د نورو خبرو لپاره پر لارو چارو غږېدلي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي خبرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې دي.

ډیلي ټایمز لیکي سرچینو ورته ویلي چې په دې کتنه کې د طالبانو د پلاوي مشري مولوي شیر عباس ستانکزي کوله او غوښتنه یې کړې چې پر طالب مشرانو دې د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي او په قطر کې دې د دوی دفتر د یوه ادرس په توګه وپیژندل شي.

په همدې تړاو نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم یو مطلب خپور کړی دا ورځپاڼه لیکي دوه طالب چارواکو ورته ویلي چې دا خبرې شوي او د طالبانو د مشرتابه د غوښتنې له مخې په دې لیدنو کتنو کې د افغان حکومت پلاوي ګډون نه درلود.

خو نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه خبره را اخیستې چې وايي د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه هر ډول خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ترسره کېږي.

د افغان ولسمشر مرستیالې ویاندې درانۍ وزیري او د سولې شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم نیویارک ټایمز ته ویلي، دوی د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.