علي وزیر: پښتون ژغورنه غورځنګ مې روح دی

د انځور حقوق .

له سوېلي وزیرستان قامي اسمبلۍ ته بریالی نوماند علي وزیر وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به دا پرېکړه کوي چې دی به په پارلمان کې څه رول لري.

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی دی او له خپلې سیمې د خپلواک نوماند په توګه پارلمان ته بریالی شوی دی.

نوموړي اسلام اباد کې بي بي سي ته وویل، چې د پاکستان ټاکنو کې ډېرې رایې ګټونکي پاکستان تحریک انصاف د لومړي وزیر ټاکلو کې د دوی د ملاتړ ترلاسولو لپاره اړیکه ور سره نیولې ده.

"زه په دې تړاو د غورځنګ پرېکړې ته منتظر یم، ما دوی ته ویلي چې غورځنګ څنګه پرېکړه کوي هغه به منم".

* "پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني طالبان او پوځ دواړه ننګولي"

* "پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني طالبان او پوځ دواړه ننګولي"

د پښتنو د حقونو د ترلاسولو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي- علي وزیر او محسن داوړ- د پاکستان د ۲۵ جولای ټاکنو کې بریالي او داسې ښکاري چې د غورځنګ له هڅو یې بېل کړل.

ښايي همدا وجه وه چې د غورځنګ مشر منظور پشتین له پارلماني سیاست د خپلو ملګرو د لرې ساتلو پرېکړه کړې وه.

اوس چې دوی له خپلو سیمو پارلمان ته بریالي شوي، نو ډلې ته تګ به یې څنګه وي.

په دې تړاو علي وزیر وايي: پي ټي اېم مې روح دی، له روح پرته انسان نه پاییږي، موږ هیڅ دا خیال نه دی کړی چې له دې غورځنګ پرته به ژوند وکړو.

پوځ ولې لاسوهنه ونه کړه؟

د انځور حقوق FB
Image caption ملاتړي خپل نوماند علي وزیر ته له بریال وروسته هار ور په غاړه کوي.

لویه پوښتنه دا ده چې د پوځ په بشپړ واک کې وزیرستان څخه څنګه دا شوني شول؟ ځکه د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال محسن داوړ پر پاکستانیو ادارو ډول ډول تورونه لګول.

نوموړي له ټاکنو یوه ورځ مخکې په خپل ټوېټر ولیکل چې د ټاکنیزو هڅو له پیل تر اوسه یې امنیتي ادارو د ملاتړو د مخنیوي پوره هڅه کړې ده.

علي وزیر هم بي بي سي ته وویل چې امنیتي ادارو یې د ټاکنیزو هڅو د اغېزمنولو پوره کوشش کاوه، خو ښايي د ټاکنو په ورځ یې دا کار ځکه نه وي کړی چې لاسوهنه به یې بدې پایلې ولري.

* "د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران خوشي شول"

* پښتون ژغورنې غورځنګ ته ولې ځوانان او مشران ور مات شوي؟

محسن داوړ هم په یوه ټوېټ کې ګواښ کړی و چې که درغلۍ وشي، نو د حکومت خلاف به پخوانۍ مظاهرې بیا وکړي.

د دې ګواښونو اغېز و یا نه و، خو څو شنونکي وايي، چې د محسن داوړ او علي وزیر بریالي کېدل په ټاکنو کې د پوځ د نه لاسوهنې تصور پیاوړی کوي.

دواړه له پلرنۍ سیمې پر ۲۰۱۳ کال هم ټاکنو ته نوماند و، خو هغه مهال پاتې راغلل، خو دا ځل بری یې د پښتون ژغورنې غورځنګه له برکته ښکاري.

تر ټولو مهم کار

v د انځور حقوق MOHSIN DAWAR/ TWIITER
Image caption له شمالي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ هم پارلمان ته بریالی شوی دی.

علي وزیر وايي، تر ټولو مهم لومړیتوب یې په خپلو سیمو کې پوره امن ټینګول دي.

دی وايي، امن ټینګول یې د خپل ولس یوه مهمه پرېکړه ده.

علي وزیر یوازې دا شکایت درلود چې د رایې ور کولو بهیر ډېر ورو و او له امله یې ډېر ملاتړي له رایه ور کولو پاتې شول.

پاکستان کې ځايي رسنۍ د نااعلان شوي بندیز له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅو ته خبري پوښښ نشي ور کولی.

علي وزیر هم اسلام اباد کې خبریالان وپوښتل چې پارلمان کې وینا به یې هم خپره کړي که یه؟

پخوا که د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي د وینا که کومه بېلګه وي، نو ښايي دی هم ورته حالت وویني.

که سپي وژونکي نیول کېږي؟

د انځور حقوق Twitter
Image caption نقیب مسید چې کراچۍ کې د پولیسو یو مشر راو انور د ترهګر په نوم وواژه او ور سره پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو.

له حکومت سره د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرې له ټاکنو مخکې درول شوې دي او لا هم د نوې اړیکې خبره نشته.

منظور پشتین په تازه خبرو کې ویلي چې لا یې هم بنسټي غوښتنو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

"راو انوار خوشی شوی، موږ غواړو چې څنګه د یوه سپي وژونکي وژونکي ونیول شوي، دا ډول د پښتنو ځوانانو وژونکی هم ونیول شي".

د هغه په خبره، له قانون پرته وژنې لا هم روانې دي او لا یې هم سیمه له ماینونو ډکه ده.

اړونده مطالب