د جلال اباد ښار امنیتي چارې پوځ ته وسپارل شوې

د ویډیو تشریح،

له دې وروسته به افغان پوځ د جلال اباد ښار امنیت ټینګوي

د ننګرهار د مرکز جلال اباد د ننګول شوي امنیتي وضعیت د کابو کولو دنده افغان پوځ ته وسپارل شوه. د چارشنبې پر ورځ، د اګست پر لومړۍ نېټه ګڼ شمېر پوځیان د جلال اباد ښار په دروازو او واټونو کې لیدل کېدل، خو چارواکي وایي دا کار یې د لنډې مودې لپاره دی.

افغان چارواکي هیله لري چې پوځ ته د جلال اباد ښار د امنیت د سپارلو له لارې د دغه ښار نازک امنیتي وضعیت د ډاډ وړ کړي.

دغه ښار کې د کډوالو چارو پر ریاست تر خونړي برید یوه ورځ وروسته پوځیان په دروازو او څلورو لارو کې لېدل کېدل.

په ننګرهار کې د افغان پوځ وياند منور شاه وايي هڅه به وکړي په جلال اباد ښار کې د خپلسريو مخه ونيسي:

" زموږ امنیتي سرتېري نن د ښار په څلورو دروازو کې ځای پر ځای شوي دي او د ټولو موټرو پلټنه کوي. "

له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په دې ولايت کې ۷ لوی بريدونو شوي چې لږ ترلږه ۱۲۰ کسان یې وژلي او دوه سوه نور یې ژوبل کړي او ډېری قربانیان يې ملکي وګړي دي.

تر ټولو وروستی بريد تېره ورځ (د جولای۳۱مه) د ښار په درېيمه ناحیه کې د کډوالو پر رياست وشو.

په دې برید کې ۱۵ تنه ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

برید شپږ ساعته دوام وکړ او د ریاست ودانۍ د اور په لمبو کې وسوځېده.

د چارشبنې پر ورځ جلال اباد کې پوځ ځای ځای پر عمومي سړکونو موټرې او د ښار په ځېنو سيمو کې کورونه او ودانۍ پلټلې.

د دې ښار اوسېدونکي تور لګوي چې چارواکو یې امنیت ته پام نه دی کړی او نا امني یې هره ورځ ژوند ګواښي.

د جلال اباد یو اوسېدونکی نعمت الله د چارشنبې پر ورځ څو ځايه پوځ تلاشي کړی و، خو دی بیا هم له دې کاره خوښ ښکارېده. نوموړي بي بي سي ته وویل:

" که دغسې تلاشۍ وشي د ښار امنیت به ښه شي. نور مو ښار ته له تللو زړه تور دی. چې لږ چارواکي غور وکړي او څه ښاریان حوصله وکړي، انشاالله امنیت به راشي."

خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ناصر کامه وال، پوځ ته د ښار د امنیت سپارل د دې ښار د امنیتي وضيعت د ښه کېدو حل لار نه بولي:

نوموړی وایي:

"په ننګرهار کې چې همېشه وضعیت بحراني کېږي، حکومت دغسې یوه چاره کوي چې خلک تېر باسي. د جلال اباد جګړه جبهه يي نه ده چې اردو ته وسپارل شي، بلکې دا استخباراتي جګړه ده. دوه وسله وال راځي او زموږ امنیت ګواښي."

د ننګرهار والي حیات الله حیات بي بي سي سره خبرو کې وويل، د دې ښار وروستی امنيتي وضيعت ورته د منلو نه دی او تر هغې چې مرکزي حکومت په دې اړه لاس پر کار کېږي، د لنډمهال لپاره پوځ ته د ښار د امنیتي چارو د سپارلو پرېکړه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د امنيتي ادارو مشران د ننګرهار د شته وضيعت په تړاو ارګ ته ور بللي وو او په ویډيو کنفرانس کې یې د کورنيو چارو وزارت له منځه جلال اباد ته د ځانګړو پوليسو د ژر استولو امر کړی دی.

که څه هم د وروستي بريد په تړاو کومې ډلې څه نه دي ویلي، خو په دې ښار کې د وروستيو لویو بريدونو مسوولیت د اسلامي دولت نومی ډلې منلی و.

پوځ ته د جلال اباد ښار امنیت په داسې حال کې سپارل کیږي چې داعش په دې ښار کې پرله پسې څو ملکي ادارو باندې ډله ییز بریدونه وکړل.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار مدني فعالانو او د ولسي جرګې یوه غړي د بي بي سي په یوه راډیویي بحث کې وویل چې د ننګرهار په ناارامه کولو کې دولت پلوه زورواکې کړۍ ګرمې دي.