تحریک انصاف د پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه محمود خان نوماند کړ

د انځور حقوق facebook
Image caption محمود خان(منځ) کې د تحریک انصاف د پښتونخوا د صوبايي پارلمان ناسته کې.

د پاکستان د تېرې میاشتې ټولټاکنو کې د ډېرو څوکیو ګټونکي ګوند پاکستان تحریک انصاف د پښتونخوا له سوات صوبايي اسمبلۍ ته کامیاب غړی او پخوانی صوبايي وزیر محمود خان د دې ایالت د وزیر اعلی څوکۍ ته نوماند کړ.

د تحریک انصاف د رسنیو برخه د چارشنبې ورځې بیان کې وايي، د ګوند مشر عمران خان د پښتونخوا د اعلی وزیر په توګه محمود خان نوماند کړی دی.

د بي بي سي خبریال رفعت الله وايي، ۴۶ کلن محمود خان د سوات د مټې دی او اول ځل پر ۲۰۱۳ کال له سوات د پي ټي ای یا پاکستان تحریک انصاف په مټ د صوبايي اسمبلۍ غړی شو او وروسته په ایالتي کابینه کې د سپورت او کلتور او اوبه خور وزیر شو.

اوسنیو ټاکنو کې هم د صوبايي اسمبلۍ غړی شوی دی.

* د پاکستان ټاکنې او افغانستان

* د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

نوموړی د ۲۰۱۳ کال له ټاکنو مخکې تحریک انصاف کې شامل شوی و.

له هغه مخکې د څه مودې لپاره د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ غړی و او هغه مهال مټه کې د یونین کونسل ناظم هم ټاکل شوی و.

د تحریک انصاف ګوند د سرچینو په خبره، محمود خان خپلې لومړنۍ زدکړې سوات او پېښور کې کړې دي او وروسته یې له پېښور کرنې پوهنتون ماسټري کړې ده.

خپلمنځي ناندرۍ

محمود خان
Image caption محمود خان د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې هم له سوات د پښتونخوا صوبايی پارلمان ته بریالی شوی و.

ویل کېږي له څو ورځو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا د وزیر اعلی په سر دوه ډلې شوی و او د دې څوکۍ لپاره د دوو کسانو نومونه یادېدل، چې د دې ایالت پخوانی اعلی وزیر پروېز خټک او پخوانی د زدکړو وزیر عاطف خان وو، خو محمود خان پکې شامل نه و.

مګر پروېز خټک د عاطف خان ښکاره مخالفت وکړ او پېښور کې یې د صوبايي او قامي اسمبلۍ لپاره د نویو بریالیو ۴۰ غړو غونډه هم وکړه.

* روان سياسي کړکېچ پاکستان کوم لوري ته بيايي؟

* د پاکستان ټاکنې: پښتونخوا او قبایلو کې څوک بریالي دي؟

په دې کار سره یې ښودله چې دا ټول غړي یې ملاتړي دي او که عاطف خان دې څوکۍ ته نوماندېږي، ګوند کې درز جوړېږي.

د تحریک انصاف ګوند سرچینې وايي، چې له خپلمنځي اختلاف د ګوند ژغورلو لپاره پر بل نوماند غور وشو او په دې ډول پر محمود خان هوکړه وشوه.

د عمران خان خپګان

د انځور حقوق facebook
Image caption عمران خان پېښور ته د لنډ سفر پر مهال صوبايي پارلماني ناستې ته وینا کوي.

تېره ورځ چې عمران خان پېښور ته په لنډ سفر تللی و، پارلماني ناسته کې یې د وینا پر مهال د وزیر اعلی د دندې لپاره د ګوندي ډلو په جوړېدلو خپګان وښود.

ځینې سرچینې وايي، قامي اسمبلۍ ته د سوات سیمې بریالي شوي مراد سعید- چې عمران خان ته نږدې کس بلل کېږي- د محمود خان په نوماندۍ کې مهم رول درلود.

دا هم ویل کېږي چې د دې ندې لپاره دوو سیالانو پروېز خټک او عاطف خان هم پر محمود خان خوښي ښودلې ده.