پښتو نړیوال کنفرانس: د نصاب ژبه دې پښتو شي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه کنفرانس د پېښور پښتو اکاډیمۍ لخوا جوړ شوی وو.

د خیبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې د نړیوال پښتو کانفرانس درې ورځنۍ غونډه له دې پرېکړې سره پای ته رسېدلې چې د نصاب او ټکنالوژۍ ډګرونو ته د پښتو ژبې داخلولو لپاره به ګړندۍ هڅې کوي.

دا کانفرانس چې له څو کالن ځنډ وروسته ترسره شو له افغانستان، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ نه پکې پښتو لیکوالانو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

دغه کنفرانس د پېښور پښتو اکاډیمۍ لخوا جوړ شوی وو. د پېښور پښتو اکاډیمۍ مشر ډاکټر نصرالله وزیر ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به نور کنفرانسونه ژر- ژر جوړوي.

منتظمین وايي، ګډونوالو ته له مخکې موضوعات ورکړل شوي وو، چې لیکنې یې پرې کړې وې او د کنفرانس ګډونوال په ډلو وېشل کېدل، چې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه به یې بحثونه کول.

پښتو نړیوال کنفرانس: پښتو باید د رسمي ژبې په توگه ومنله شي

د بشر نويد کالم، پښتونخوا: پښتو نړیوال کنفرانس

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي چې دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی و بي بي سي ته وویل، په تعلیمي نصاب، رسنیو او بازار کې د پښتو ودې لپاره وړاندیزونه وشول:

''موږ خو د لیکوالو په حیث دا خپل مسوولیت بولو، چې پښتو مو د مور حیثیت لري، موږ به پښتو وایو، پښتو به لیکو او پښتو به کوو او داسې مو تل کړي هم دي، خو یو شمېر مسوولیتونه حکومتونو او سیاستوالو ته ورله غاړې دي او کنفرانس کې هغه مسایل په ګوته شول، چې په افغانستان، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې حکومتونه، سیاستوال او واکمن باید حل کړي. ''

د ښاغلي اباسین په وینا 'هغه ژبه پرمختګ کولای شي، چې د نصاب برخه شي، راتلونکو ته د اتلانو تاریخ، مدنیت او کلتور هم په هغه صورت کې پاتې کېدای شي چې ژبه د تعلیمي نصاب برخه شي او په رسنیو او بازار کې وده وکړي. '

۲۰۱۵ کال کې د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې په یوه ورته کنفرانس کې چې د کوټې پښتو اکاډیمۍ په نوښت جوړ شوی و، د غونډې ګډونوالو د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې پښتو باید د رسمي ژبې په توګه ومنله شي.

د باړه ګلۍ سږني کنفرانس په څېر د کوټې کنفرانس کې هم پښتو د ټولو پښتنو ګډه شتمنې بلل شوې وه او غوښتنه شوې وه، چې باید د ودې او پرمختګ لپاره یې ګامونه پورته شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښاغلي اباسین په وینا راتلونکو ته د اتلانو تاریخ هم په هغه صورت کې پاتې کېدای شي چې ژبه د تعلیمي نصاب برخه شي

د کوټې، کابل او باړه ګلۍ په دغسې غونډو کې معمولاً ژمنې کېږي، چې د ژبې پرمختګ لپاره به د نورو غونډو لړۍ په لنډه موده کې دوام کوي، خو دې سره هم د غونډو تر منځ په ماضي کې د کلونو ځنډ لیدل شوی دی.

د دې تر څنګ معمولاً له غونډو مخکې او وروسته د ګډون لپاره د بلنې نه ورکول کېدو او یا مشخصو لیکوالو غوښتلې ګیلې مانې هم تر ډېره وخته ازانګې کوي.