پښتون ژغورنې غورځنګ صوابۍ کې جلسه وکړه

پښتین
د عکس تشریح،

د غورځنګ مشر منظور پښتین هم په جلسه کې ګدون کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشبنې پر ورځ د اګست پر دولسمه نېټه د پښتنوخوا په صوابۍ کې ولسي غونډه وکړه. په غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و. د غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وینا کې پر پاکستاني ادارو غږ وکړ چې له پښتنو سره روان ظلم دې بند کړي او د هغوی غوښتنې دې ومني.

ښاغلي پښتین وویل، په پاکستان کې قانون شته او محکمې شته خو بیا هم د څلورنیم سوه کسانو قاتل ته سزا نه ورکړل کېږي.

د نوموړي اشاره د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو پخواني افسر راو انوار ته وه، چې د "نقیب الله مسید" په ګډون د ګڼ شمېر پښتنو د وژلو تور پرې لګول کېږي.

د منظور پښتین په وینا، د غورځنګ غړي به تر هغې کرار نه کېني چې "راو انوار" ته سزا نه وي ورکړل شوي.

نوموړي د غونډې ګډون والو ته وویل:

" د پاکستان له اساسي قانون سره سم دې موږ ته د ژوند کولو حق راکړل شي. ولې زموږ کسان تر تم دي، که يې کومه ګنا کړې وي، د پاکستان محکمو ته دې يې راولي او سزا دي ورکړي. "

د عکس تشریح،

په پاکستان کې د تېرې میاشتې له ټاکنو وروسته دا د غورځنګ لومړنۍ جلسه وه

په پاکستان کې د تېرې میاشتې تر ټاکنو وروسته دا د غورځنګ لومړنۍ جلسه وه.

په دې ټاکنو کې د غورځنګ دوه مخکښو مشرانو، علي وزیر او محسن داوړ هم د پاکستان پارلمان ته لاره ومونده.

په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم وې چې د غورځنګ په لیکو کې ځیني اختلافونه رامنځته شوي.

د ځینو په باور، د غورځنګ مشر منظور پښتین په دې ناراضه و چې د غورځنګ دوه مهمو غړو، علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.

د عکس تشریح،

په جلسه کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی

خو محسن داوړ د یکشبنې پر ورځ نه یوازې په صوابۍ کې دغورځنګ په جلسه کې برخه واخیسته، بلکې وینا یې هم ورته وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د بابړۍ غمیزې ته په اشارې سره وویل، د پښتنو پر خاوره د پښتون وژنې پیل ۷۰ کاله پخوا له بابړې نه شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پښتنو ځوان نسل اوس راویښ شوی دی او د خپل حق غوښتنه کولی شي.

محسن داوړ همدا رنګه د پاکستان پر ریاستي ادارو غږ وکړ چې د غورځنګ نیول شوی ملاتړ حیات پرېغال دې راخوشې کړي.

ښاغلي پرېغال د انټرنېټي یا سایبري جرم په تور څه باندې یوه میاشت مخکې په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره بېول شوی او دا مهال په بند کې دی.