پېښوری تنوري چرګ څنګه نړیوال شو؟

۱۹۲۰ز کال و، پاکستان جوړ نه و او هندوستان لا نه و وېشل شوی. تر وېش وروسته هند او پاکستان جلا شول او ډېری کډوالو له پاکستانه هند ته کډې بار کړې. پېښور کې هم ډېر هندوان اوسېدل، چې یو پکې کوندن لال و.

هغه په اصل کې د اوسني پاکستان پنجاب ایالت چکوال اوسېدونکی و.

تاريخ ليکي، کوندن لال په ۱۲ کلنۍ کې یتیم شو او پېښور کې یې له یوه سیک سره هوټل کې کار پیل کړ.

د سیک له مړینې وروسته کوندن لال دغه هوټل خپل کړ او موتي محل نوم یې پرې کېښود.

* منظور پشتین: زه، پلار، وروڼه او ملګري مې هم ترهګر بلل شوي وو

* پشتین: هغو خلکو قانون مات کړی چې پر موږ د خیانت تور لګوي

* پېښور کې د ځوانانو مېله

د هندوستان وېش ډېرې خواشینوونکې کيسې لري. يوه یې هم د دغه موتي محل کيسه او د کوندن لال اړوند ده.

خو د هندوستان تر وېشلو وروسته کوندن لال هند ته ولاړ او هوټل يې څو کاله وروسته وتړل شو.

Image caption په پېښور کې جوړ موتي محل خوړنځی اوس په نړۍ کې ۱۲۰ څانګې لري، خو پښتونخوا کې یې کومه څانګه نه شته

اصلي سیمه کې هېڅ خو نړۍ کې ۱۲۰ څانګې

د کوندن لال هوټل لومړی ځل پېښور کې په تناره پوخ کړی چرګ پوخ او وړاندې کړ.

موتي محل اوس پاکستان کې هېڅ څانګه نه لري، خو په نړۍ کې د دغه هوټل څه باندې ۱۲۰ څانګې دي.

مونيش ګجرال د کوندن لال لمسی دی.

نوموړی له هنده بي بي سي ته په تیلېفون وويل، نيکه يې ورته کيسه کړې وه چې يوه ورځ په هوټل کې ناست و او د استاد له ناروغۍ یې خبر شو:

"دغه استاد زما نيکه ته وويل، له غوړيو پرته ورته خواړه پکار دي. نيکه مې فکر وکړ چې چرګ ورته په تناره کې پوخ کړي، نو په همدې ډول په لومړي ځل د تناره چرګ پخلی پيل شو."

ښاغلې مونيش زياتوي، تنور له منځنۍ اسيا هېوادونو هند ته راوړل شوی و او وچې ډوډۍ به پکې پخېدې.

د مونیش په خبره، له دې وروسته یې نيکه په لومړي ځل په تناره کې د چرګ پخول دود کړل.

په ۱۹۴۷ م کې د هندوستان له وېش وروسته کوندن لال هند ته کډه وکړه. د دې هوټل ودانۍ اوس هم شته، خو د تناره چرګان پکې نه پخېږي، بلکې یو درزي (خیاط) پکې جامې ګنډي.

د موتي محل هوټل له ودانۍ سره څېرمه د پېښور سيمې څه باندې ۸۰ کلن ميا اختر دکان وو چې اوس هم نوموړی پکې کاروبار کوي.

Image caption کوندن لال په لومړيو کې موتي محل کې کارکوونکی و، خو بیا د هوټل څښتن شو

ميا اختر بي بي سي ته وويل، ښه یې په یاد دي چې دغه هوټل ته به خلک راتلل او تر نیمې شپې به یې بنډار کاوه:

"کوندن لال سره يې ډېر ځله لیدلي او څو لسيزې مخکې به يې کورنۍ پېښور ته هم راتله، خو ډېره موده کېږي چې نه دي راغلي."

ميا اختر وايي، پخوا په دې سيمه کې ډېر هندوان وو چې ډېر په مينه به يې له مسلمانانو سره ژوند کاوه، خو اوس د وخت په تېرېدو هرڅه بدل شوي.

په تاریخي متنونو کې د موتي محل یادونه هم شوې ده. څو کاله وړاندې د امريکا "وال سټریټ ژورنال" ورځپاڼې ليکلي وو، د موتي محل پېښور هوټل څښتن کوندن لال د یوې ډېرې غريبې کورنۍ غړی و.

په دې مطلب کې راغلي، کوندن لال په دې هوټل کې لومړی بیره "ګارسون" و چې بیا یې پخپلو هڅو د هوتل تر مالکیت ځان ورساوه.

ميا اختر وايي، اوس د دې هوټل ملکيت له ځايي خلکو سره دی او د هوټل پاس پوړ د حکومت په ولکه کې دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب