مېله، اتڼ او د ژوند ملګري انتخاب

د انځور حقوق TOURISM CORPORATION KHYBER PAKHTUNKHWA
Image caption د رت نټ اتڼ په دوو، بمبوریت او رمبور سیمو کېږي

هر کال د اګست پر شلمه شپه د پښتونخوا چترال سیمه کې د ډول له ډنګ سره د کالاش قبیلې د پیغلو او زلمو ګډ اټن هم پیل شي، چې دوې شپې دوام کوي.

دغه اتڼ اصلاً د یوې بلې مېلې پیلامه ده، چې اچاو نومېږي او د غنمو، جوارو، مڼو او مندتې کروندو او باغونو پخېدو په مناسبت جوړیږي.

خو له دې مخکې د رت نټ په نامه اتڼیزه شپه بیا کالاشي ځوانانو او پیغلو ته د ژوند ملګري موندلو یو فرصت هم برابروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیلاش د چترال درو کې له زرګونو کلونو راهیسې اوسې

دغه میله کې پېغلې یا زلمي یو بل د ژوند ملګري په توګه خوښوي او همدلته مېله کې ګواکې د کوژدې مراسم هم بشپړېږي.

که د دواړو خوښه وي، نو داسې هم کېږي، چې دوی په هماغه شپه واده کوي.

وروسته زلمي خپله چنغله یا ناوې کور ته بیايي او د میلمستیا په توګه خپلو خپلوانو او دوستانو ته پنیر یا مسکه ورکوي.

د پاکستان د شرابو دره

چترالۍ نجونې: له چترال تر کوک سټوډیو څنګه ورسېدې؟

'سیلانیان د ښځو لپاره ځانګړو خونو ته هم ننوځي'

د نجلۍ خپلوان د رېبار په توګه یو څوک لېږي او له نجلۍ پوښتنه کوي، چې واده یې په خوښه شوی، که نه.

د نجلۍ خوښې له معلومولو وروسته د دواړو کورنیو په شتون کې د واده نور مراسم بشپړیږي، چې پکې د لیک لوست یا مذهبي مشرانو شتوالي شرط نه شته.

د رت نټ اتڼ په دوو، بمبوریت او رمبور سیمو کېږي او بریر کې بیا په مني کې د انګورو او چارمغزو له پخېدو سره د پون په نامه مېله کېږي.

له اچاو مېلې مخکې لوړو ورشو ګانو ته ختلي کالاش شپانه هم له خپلو رمو سره کاله ته ستنېږي او له ځان سره راوړې پوڅه پر کلیوالو وېشي.

کلیوال سپین ږیري هغو کورونو ته ځي، چې مړي یې شوي وي، هغوی ته د ګلونو ګېډۍ ورکوي او د ویر ختمولو غوښتنه ترې کوي.

Image caption وزیر زاده دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د کالاش په استازیتوب ټاکل شوی دی

د رت نټ اتڼونو لیدو لپاره د سیمې مسلمان اوسېدونکي هم ورځي.

دا وروستیو کې داسې رپوټونه هم و، چې ګواکې یو شمېر کالاش د زور له لارې د دین بدلون ته اړ ایستل شوي، خو وزیر زاده چې دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ لپاره د تحریک انصاف ګوند له لوري د لږکیو ځانګړې څوکۍ ته ټاکل شوی وايي:

''که څوک په خپله خوښه مذهب بدلوي، څه بندیز پرې نه شته، خو دا رښتیا نه دي، چې ګواکې خلک د مذهب بدلون ته مجبور شوي دي. ''

Image caption کالاش د ځانګړو کالیو او دود دستور له کبله مشهور دي

له زرګونو کلونو راهیسې چترال کې د استوګن کیلاش قبیلې کسانو شمېر په لږېدو دی او دا مهال یې څو زره کسان د چترال بمبوریت، رمبور او بریر درو کې اوسې، چې د خپلو ځانګړو مذهبي مراسمو، کالیو او دود دستور له کبله یې لیدو ته هر کال زرګونه سیلانیان ورځي.

اړونده مطالب