میرانشاه کې پرلت ختم، خو د تورن د محاکمې پر سر جنجال

د انځور حقوق Safdar Dawar

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې له دریو ورځو راهیسې روان پرلت د حکومت او ځايي خلکو ترمنځ له خبرو وروسته ختم شو.

دا پرلت د دوو کسانو له وژل کېدو وروسته پیل شو.

خو اوس دوی د غوښتنو منلو پر سر جنجال لري.

د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور د امریکا غږ ډېوه ر اډیو دا رپوټ ردوي چې د تورن پوځي محاکمه کېدل منل شوي دي.

له دې مخکې د شمالي وزیرستان نوي پارلماني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ ویلي و، پرلت یې له هغه وروسته ختم کړ چې چارواکو ډاډ ور کړ د ضرار په نوم هغه پوځي به محاکمه کېږي چې پر لاریونوالو یې ډزې کړې وې او یو هلک یې وژلی و.

* روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

* "له بندیز سره سره مې د موسیقۍ شوق تازه ساتلی"

خو اصف غفور وايي، د حقیقت موندلو لپاره یې د پلټنې حکم کړی، خو د چا د پوځي محاکمې ډاډ یې چا ته نه دی ور کړی.

"امنیتي ځواکونو نه څوک وژلي او نه یې ټپیان کړي، خو د امریکا غږ ډېوه راډیو د ناسم رپوټ خپرولو دود نه پرېږدي".

خو د نوموړي په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی محسن داوړ ټوېټ کې وایي:

"تاسو د شا ته کېدلو دود نه پرېږدئ، له خبرو پیلېدلو مخکې زموږ شرط دا و چې د بې ګنا لاریونوالو د شهیدولو په تړاو تاسو خپل جرم ومنئ".

نوموړی زیاتوي له هغه وروسته یې له حکومت سره خبرې پیل کړې چې تاسو(پوځ) خپله تېروتنه ومنله.

له پښتونخوا سره د یو ځایېدونکې قبایلي سیمې شمالي وزیرستان له میرانشاه څو کیلومتره لرې همزونۍ کلۍ کي د بې قانونه نیولو خلاف لاریون وشو.

کله چې مظاهره چیان د امنیتي ځواکونو پوستو ته نږدې ورسېدل، ډزې وشوې.

ځايي خلک دعوه کوي چې امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې، دوه کسان یې ووژل او شپږ یې ټپیان کړل.

د دې دوو کسانو له وژل کېدو وروسته د جمعې په ورځ میرانشاه بازار کې پرلت پیل شو او غوښتنه یې دا وه چې په وژنه کې ښکېل پوځیان پوځي محاکمه شي.

د بي بي سی خبریال رفعت الله اورکزی وايي، شمالي وزیرستان کې حکومتي سرچینې وايي، چې ځايي ادارې او پرلتوالو ترمنځ د دوشنبې په شپه له خبرو وروسته پرلت ختم شو او د لاریونوالو نږدې ټولې غوښتنې ومنل شوې.

خو ځايي خلک وايي، پرلت یې ختم کړی نه بلکې د یوې میاشتې لپاره ځنډولی او که غوښتنې یې ونه منل شي، بیا به مظاهره پیل کړي.

د انځور حقوق Safdar Dawar

د خبرو ډلې یو غړی او قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې حکومت او امنیتي ځواکونو د لاریونوالو نږدې له ۱۱ تر ۱۲ غوښتنې منلې دي.

د هغه په خبره، وژل شویو او ټپیانو ته به معاوضه یا تاوان ور کول کېږي، په تلاشۍ پوستو یه چیکپوسټونو کې به له پوځیانو سره خاصه دار یا ملیشه ځواکونه هم ګومارل کېږي او د دوو کسانو وژنه کې ښکېل سرتېري به محاکمه کېږي.

د هغه په خبره، د لاریونوالو دا غوښتنه هم منل شوې چې بیا به شمالي وزیرستان کې ناڅاپي ګرځبندیز نه لګېږي او د ټیکري او چاردېوالۍ درناوی به کېږي.

محسن داوړ هم وايي، چې پرلت ختم شوی نه دی، بلکې تر یوې میاشتې ځنډول شوی او که د دوی غوښتنې ونه منل شي، بیا به مظاهره پیلوي، چې د شمالي وزیرستان ټولې قبیلې به پکې ګډون کوي.

ورته مطالب