"په دیر کې اوس ښځې خپل حقونه پخپله غواړي"

د انځور حقوق Shad Begum FB
Image caption دا لومړی ځل و چې په دومره ګڼ شمېر کې دیر کې ښځې له ګوره بهر ووتلې او په احتجاجي مظاهره کې یې ګډون وکړ.

د تېر شوي اختر په دویمه ورځ د خیبر پښتونخوا کوز دير ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ښځې سړک ته وتلې وې او د برېښنا د نه شتون پر ضد يې احتجاج وکړ.

دا د دغې سيمې په تاريخ کې لومړی ځل و چې په ګڼ شمېر کې ښځې د نارینه و ترڅنګ د احتجاج له پاره را وتلې وې.

ټولو ښځو برقې پر سر کړې وې. د حکومت پرصد يې د شعارونو ترڅنګ غوښتنه کوله چې بايد د دوی د برېښنا ستونزه هواره کړي.

ډېر کله د پښتنو په ټولنه کې د داسې ستونزو د حل له پاره یوازې نارینه و غږ پورته کړی ځکه چې د ښځو بهر راوتلو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.

ځايي خبریال شېر محمد بي بي سي ته د دغه احتجاج په اړه وويل چې نارینه او ښځې د یو بل تر څنګ پر سړک ولاړې وې او د برېښنا د ستونزې د هواري غوښتنه یې کوله.

شېر محمد وايي:" مظاهره چيانو لوی سړک څه باندې دوه ساعته د ترافیکو پرمخ تړلی و او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول."

شېر محمد چې له تېرو څو کلونو راهیسې په په دغه سیمه کې خبریالي کوي وايي، مخکې یې داسې احتجاجي مظاهره چې ښځې دې هم په کې ګډون ولري په دغه سیمه کې نه وه لېدلې.

شېر محمد زیاتوي چې د دې احتجاجي مظاهرې له پاره یو شمېر ښځو په خپله کمپاین کړی و او له نورو ښځو یې غوښتي وو چې بهر را ووځي او احتجاج کې ګډون وکړي.

په دغه مظاهره کې د ښځو د ګډون په اړه د بشري حقونو فعالان وايي، اوس ښځو ته څرګنده شوې چې د داسې ستونزو د حل له پاره باید دوی هم له نارینه و سره اوږه په اوږه ودرېږي او خپل غږ تر چارواکو او نورو خلکو ورسوي.

د انځور حقوق Shad Begum FB
Image caption د دې لپاره چې ښځو ته څوک زیان ونه رسوي نارینه ترې چاپېر وو.

د کوز دير اوسېدونکې او د ښځو د چارو فعالې شاد بېګم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوه کاله وړاندې هم لږ شمېر کې ښځې په احتجاجې ډول له کوره وتلې وې خو اوس د پخوا پرتله ډېرې ډاډه شوې دي، نو ځکه یې په ګڼ شمېر کې په دغه نوي احتجاج کې ګډون وکړ.

د نوموړې په وینا اوس نارینه هم په دې خبره پوه شوي چې کله ښځې د یوې ستونزې د حل له پاره له کوره بهر ووځي نو چارواکي ورته ډېر پام کوي او ستونزه هواروي.

له اغلې شاد بېګم نه مې وپوښتل چې څنګه نارینه وو ښځو ته اجازه ورکړه چې له کوره بهر په مظاهره کې ګډون وکړي.

نوموړې وویل:

"په ټوله خېبر پښتونخوا او په تېره بیا دير کې د ښځو د ځواکمنولو له پاره ډېر کار شوی ".

هغې یاده کړه چې د پاکستان په تېرو ټول ټاکنو کې په لومړي ځل په دیر کې ګڼ شمېر کې ښځې له کورونو را ووتلې او رایې یې واچولې، په داسې حال کې چې په تېر کې دغلته ښځې له رایه ورکولو منع کېدلې.

د شاد بېګم په وینا رسنیو او د بشري حقونو ډلو دومره وکړل چې ښځو ته یې دا توان ورکړ چې بهر ووځي او خپل حق په خپله وغواړي او د نارینه و په تمه نشي.

شاد بېګم زياتوي چې مخکې به ښځو ځانونه له نارینه و کم ګڼل او فکر یې کاوه چې ګواکې د بهر چارې یوازې نارینه کوي، خو اوس ورته څرګنده شوې چې نارینه او ښځې باید په ګډه د ستونزو د حل له پاره کار وکړي.

د پښتونخوا دیر؛ ښځو تر سړو ډېرې رایې اچولې

رایه د ښځو، خوښه یې د مېړونو

یاده دې وي چې په دیر کې ښځې د ۲۰۱۳ کال په ټول ټاکنو کې له ګډون کولو منع کړای شوې وې.

د دغې پرېکړې پرضد د پېښور په یوه محکمه کې عریضه هم شوې وه.

د دير یوې اوسېدونکې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دا چې ښځې ډېر وخت په کورونو کې تېروي او برېښنا نه وي نو له ګڼو ستونزو سره مخامخې وي.

د دغې مېرمنې په وینا ښځې د برېښنا د نشتوالي له امله پوزې ته راغلې وې، ځکه نو بهر ووتلې او له نارینه و سره یې په ګډه د برېښنا د نه شتون پرضد په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړ.

ورته مطالب