'ملګرو ملتونو عمران خان سره پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې'

له فلیپو ګراندې سره د کډوالو کمپ ته سفر کې ملګرو ملتونو ادارې کې د بشري حقونو برخې مشر مارک لووکاک او د کډوالو لپاره د یو این ایچ سي ار نیکو هیلو سفیره پاکستانۍ ممثله ماهره خان هم ملګري وو.
د عکس تشریح،

له فلیپو ګراندې سره د کډوالو کمپ ته سفر کې ملګرو ملتونو ادارې کې د بشري حقونو برخې مشر مارک لووکاک او د کډوالو لپاره د یو این ایچ سي ار نیکو هیلو سفیره پاکستانۍ ممثله ماهره خان هم ملګري وو.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یو این ایچ سي ار ' مشر فلیپو ګراندې وايي، له ۲۰۰۲ کاله تر اوسه پورې څلور اعشاریه درې ميلیونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ښاغلی ګراندې د خیبر پښتونخوا نوښار سیمې زاخیلو کمپ یا پنډغالي ته د سفر پر مهال وویل، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي. ښاغلي ګراندې یوې خبري غونډې ته وویل:

''ځینې خلک داسې فکر کوي، چې ګواکې افغان کډوال خپل هېواد ته نه ستنېږي، خو داسې نه ده، که څه هم یو شمېر کډوال افغانستان کې د امنیت حالت ته اندېښمن دي، خو د کډوالو ستنېدو بهر روان دی. ''

نوموړي زیاته کړه پاکستاني چارواکو ورسره د کډوالو د ستونزو حل لپاره د هڅو کولو ژمنه کړې:

''له لومړي وزیر سره مو د کډوالو زده کړو او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې. دوی باید په ځانګړې توګه د کډوالو د تعلیم او روزنې برخه کې نور فعالیت وکړي. د کډوالو راتلونکی هغه مهال ښه کېدای شي او پاکستان او افغانستان کې ګټه کوي، چې دوی تعلیم او مسلکي زده کړې وکړي. ''

له ښاغلي ګراندې سره د کډوالو کمپ ته سفر کې د ملګرو ملتونو اداره کې د بشري حقونو برخې مشر مارک لووکاک او د کډوالو لپاره د یو این ایچ سي ار نیکو هیلو سفیره پاکستانۍ ممثله ماهره خان هم ملګري وو.

بل لور ته پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر اپریدي وویل، افغان کډوال د پاکستاني حکومت لخوا تر لنډې مودې د دوی هلته اوسېدو مودې غځېدو ته اندېښمن دي.

د عکس تشریح،

ښاغلی ګراندې وايي، ''ځینې خلک داسې فکر کوي، چې ګواکې افغان کډوال خپل هېواد ته نه ستنېږي، خو داسې نه ده، که څه هم یو شمېر کډوال افغانستان کې د امنیت حالت ته اندېښمن دي، خو د کډوالو ستنېدو بهر روان دی.''

ښاغلی اپریدی وايي، ملګرو ملتونو له پاکستان حکومته غوښتي، چې هېواد کې د کډوالو اوسېدو موده زیاته کړي:

''په افغانستان کې هم د امنیت، ځمکو روغتیا او نور مسایل شته او دلته چې کوم کډوال ژوند کوي، دوی هم د لنډ مهال لپاره د اوسېدو اجازې له کبله له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي، موږ له همدې کبله وایو چې د کال، دوو لپاره باید دغه موده وغځول شي. ''

د یو این ایچ سي ار چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال پاکستان کې ۱۴۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي، چې اته سوه زره یې خیبر پښتونخوا کې مېشت دي.