د پاکستان ۱۳ ولسمشرانو کې ولې یوازې دوو قانوني موده پوره کړه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عارف علوي د غاښونو ډاکټر دی او جماعت اسلامي ګوند سره یې د سیاست ډګر ته دانګلي دي.

د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر پر ۹ عارف علوي د پاکستان ۱۳ ولسمشر شو.

له نوموړي مخکې ۱۲ نورو کسانو هم دا دنده درلوده، خو ټول د اساسي قانون له مخې نه و ټاکل شوي او نه ټولو قانوني موده پوره کړې ده.

* پاکستان؛ نیم عمر د څلورو پوځیانو په لاس کې

* عارف علوي، د غاښونو له ډاکټرۍ تر ولسمشرۍ پورې

له عارف علوي مخکې ۱۲ ولسمشرانو کې پنځه پوځیان وو او د کودتا له مخې واکمن او بیا ولسمشران شوي دي.

پر دې سربېره وسیم سجاد دوه ځلې د پاکستان د لنډمهالي حکومت ولسمشر تېر شوی دی.

جنرال سیکندر میرزا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیکندر میرزا د پاکستان وروستی ګورنر جنرال و.

د پاکستان لومړی ولسمشر جنرل سیکندر میرزا و، چې د ۱۹۵۶ کال د مارچ له ۲۳ د ۱۹۵۸ کال د اکتوبر تر ۲۷ یې دا دنده درلوده.

له دې مخکې نوموړی د پاکستان وروستی ګورنر جنرال هم و.

د پاکستان له ولسمشر مخکې دغه هېواد کې د ګورنر جنرال په نوم څوکۍ وه.

* پاکستان: امریکا دې زموږ خپلې پیسې بېرته راکړي

* "پاکستان د چین د یوه ولایت د بڼې خپلولو په حال کې"

کله چې پر ۱۹۵۶ کل د پاکستان لومړنی اساسي قانون منظور شو، د ګورنر جنرال دنده ختمه او ولسمشرۍ دنده رامنځ ته شوه او الیکټرل کالج به ولسمشر ټاکه.

خو جنرال سیکندر میرزا چې د کوم اساسي قانون له خوا ټاکل شوی و، دا قانون یې وځڼداوه او پاکستان کې یې لومړنۍ مارشلا ولګوله او جنرال ایوب خان یې د مارشلا مشر وګوماره.

دا د پاکستان تاریخ کې لومړنۍ کودتا وه، خو پوځي برخه کې کارند یا فعال کس ونه کړه، بلکې متقاعد پوځي دا کار وکړ.

مارشال ولسمشر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایوب خان واکمنۍ کې پاکستان له هند سره جګړه کې ماتې وخوړه او بنګله دېش هم ازاد شو.

ډېر وخت نه و تېر چې ایوب خان په واک کې د چا د شریکولو یا لرې کولو فکر پیل کړ.

د ۱۹۵۸ اکتوبر پر ۲۷ سیکندر میرزا له ایوب سره د اختلاف له امله استعفا وکړه او په دې سره جنرال ایوب خان ولسمشر هم شو.

الیکټرل کالج خو ایوب خان نه و ټاکلي، بلکې خپله یې دا کار وکړ.

د خپلې دندې د قانوني کولو لپاره یې پر ۱۹۶۰ کال ټولپوښتنه وکړ، چې پکې یې پراخ ملاتړ وشو.

ایوب خان شاوخوا ۱۱ کاله ولسمشر و.

په دغه مهال یې یو بل قانون هم جوړ کړ چې پکې یې د خپلې ولسمشرۍ موده پراخه کړه.

په دغه مهال ټاکنې وشوې چې فاطمه جناح یې ګټونکې وه، خو دې ټاکنو کې د درغلیو د تورونو له امله د ایوب خان خلاف ولسي کرکه ډېره شوه.

د دې کرکې له امله د سیاستوال ذوالفقار علي بوټو ستوری وځلېد.

ایوب خان پر ۱۹۶۹ مارچ ۲۵ اړ شو چې خپله دنده جنرال اغا محمد یحیا خان ته وسپاري.

رنګین او سنګین ولسمشر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کیڼ لوري د پاکستان ولسمشر ایوب خان د امریکا له پخواني ولسمشر ایزونهاور او ولسمشر کنیدي سره.

یحیاخان د پاکستان تاریخ کې تر ټولو ډېر رنګین او سنګین رول لوبولی دی.

هغه دویم ځل پاکستان کې کودتا وکړه.

هغه تر ډېره د ختیځ پاکستان یا اوسني بنګله دېش د جوړېدلو او له پاکستان د بېلېدلو مسوول بلل کېږي.

* د پاکستان ټاکنې او افغانستان

* د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

د هغه د شراب او کباب کیسې به وي، خو تاریخ کې یې دا هم لیکل شوې چې پر ۱۹۷۱ کال یې د هېواد تاریخ کې د تر ټولو رڼو ټاکنو زمینه برابره کړه.

له هند د خورا سختې ماتې او د هېواد د وېش له امله عامه ذهنیت کې درناوی ورته کم شو، ځکه یې دنده کې پاتېدل ناشوي شول او د ۱۹۷۱ کال د ډیسمبر پر ۲۰ یې واک ذوالفقار علي بوټو ته پرېښود.

ولوله ناک ولسمشر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ذوالفقار علي بوټو وخت کې اول ځل پاکستان اټومي پروګرام پیل کړ.

ذوالفقار علي بوټو دا ځانګړنه لري چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، لومړی وزیر او د مارشلا مشر اداره چي سره سره یو نیم کال ولسمشر هم و.

پر ۱۹۷۱ کال یې لوېدیځ پاکستان کې ډېره برتري ترلاسه کړه چې له امله یې پر ۱۹۷۳ کال لومړی وزیر وټاکل شو.

ولسمشر خوشی کړئ

د بوټو د لومړي وزارت پر مهال چوهدري فضل الهي ولسمشر و.

پر ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون له مخې د پاکستان نظام جمهوري پارلماني شو.

واک له ولسمشر واخیستل شو او پارلمان او لومړي وزیر ته وسپارل شو.

له هغه راهیسې د ولسمشر دنده پر دوسیو لاسلیکونه او مراسمو کې پټۍ پرېکول شول.

ځینو پر دغه قانون نیوکه وکړه او د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دېوالونو یې ولیکل:

"چودري فضل الهي خوشی کړئ".

بوټو هغه تېروتنه وکړه چې له ده مخکې سیکندر میرزا او جنرال ایوب خان کړې وه او هغه له نوبت پرته د پوځ یو مشر ته ډېر واک ور کول یا یې رتبه لوړول.

همدا وجه وه چې پر ۱۹۷۷ کال جنرال ضیا الحق دی له واک ګوښه کړ او پاکستان کې دریمه کودتا وشوه.

تر څه وخت خو فضل الهي څوکۍ ټینګه کړې وه، خو تر کله؟ د ۱۹۷۸ کال د سپټمبر پر ۱۴ له دندې ګوښه شو.

دوه ورځې وروسته جنرال ضیاالحق د پاکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د جنرال ایوب خان په څېر یې د ولسمشرۍ غځولو لپاره ټولپښتونه وکړه، چې پکې ۹۵ سلنه رایې یې وګټلې.

ور پسې کال یې بې ګوندنو یا غیر جماعتي ټاکنې وکړې.

نوي پارلمان نه دا چې د ضیاالحق ټولې پخوانۍ هڅې سمې وبللې، بلکې اساسي قانون کې بدلون سره یې ولسمشر ته د اسمبلۍ د ړنګولو واک هم ور کړ.

اوس ولسمشر یوازې چودري فضل الهي نه و، بلکې لومړی وزیر او د پارلمان ړنګوونکی هم و.

کله چې الوتکه وغورځېده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ضیا الحق د پاریس د سفر پر مهال الیزا ماڼۍ ته د ختلو په درشل کې.

د ۱۹۸۸ کال د اګسټ پر ۱۷ له یوولس کلونو واک وروسته د ضیا الحق د واک لمر هغه وخت وغورځېد چې الوتکه یې بهاولپور ته نږدې وغورځېده.

د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون له مخې د ولسمشر په نشتوالي کې د مشرانو جرګې مشر دا دنده په غاړه اخلي.

هغه مهال د مشرانو جرګې مشر غلام اسحاق خان و او د قانون له مخې پنځم ولسمشر شو.

د همدغه کال د نومبر پر ۱۶ ټاکنې د بې نظیر بوټو په مشرۍ د خلکو ګوند وګټلې.

دغه ګوند د جوړجاړي له مخې غلام اسحاق خان د ولسمشرۍ جاري ساتلو پرېکړه وکړه.

خو دا پرېکړه ورته درنه وخته او د دوو کلونو د ننه د ننه یې د بې نظیر بوټو حکومت ټغر هم ور ټول کړ.

موږ ډوبېږو

د انځور حقوق AFP
Image caption غلام اسحاق خان د ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال د مشرانو جرګې مشر و.

ورپسې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ حکومت جوړ شو.

په پیل کې له غلام اسحاق خان سره ښه و، خو تلو تلو کې حالات دومره خراب شول چې نواز شریف داسې کار وکړ چې د ۱۹۹۳ کال په جولای کې نه دا چې خپله بلکې د غلام اسحاق خان بېړه یې هم ډوبه کړه.

دې سره ټاکنو کې بیا بې نظیر بوټو بری ترلاسه کړ او د بل ګوند پر ولسمشر د باور په ځای یې خپل ګوندي فاروق احمد خان لغاري ولسمشر وټاکه.

خو پر ۱۹۹۶ کال هغه چا چې بې نظیر بوټو پر تکیه کړې وه بیا یې حکومت ورته نسکور کړ.

نواز شریف بیا لومړی وزیر شو، خو ډېر وخت یې تېر نه و چې د فاروق لغاري سره یې اختلاف پیدا شو.

نوموړي د اتم ترمیم غوښتنه کوله، چې له مخې یې د ولسمشر واک کمېده، خو فاروق لغاري نه غوښتل دویم چودري فضل الهي شي، ځکه یې د ۱۹۹۷ کال د ډیسمبر پر ۲ له دندې استعفا و کړه.

بې واکه ولسمشر

له فاروق لغاري وروسته د سترې محکمې پخوانی قاضي او د نواز شریف باوري محمد رفیق تارړ ولسمشر شو.

په دغه مهال چې د ولسمشر ځانګړي واکونه ختم شوي وو، خلکو ته یو ځل بیا چودري فضل الهي یاد شو.

خو نواز شریف چې له تېر سبق نه وو اخیستی، جنرال پروېز مشرف ته یې ځانګړی پرمختګ ور کړ او د پوځ مشر یې کړ.

جنرال مشرف هم د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر پر ۱۲ د نواز شریف حکومت نسکور کړ، خپل ځان یې لوی درستیز کړ، خو رفیق تارړ یې په وا ک کې پرېښود.

لوی درستیز ولسمشر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف د مشرف پوځي درجه لوړه کړه، خو د همدې مشرف په لاس نواز شریف بې واکه شو.

خو مشرف فکر وکړ چې یوازې لوی درستیز څه مانا؟ د نورو پوځي مشرانو په ګام یې پل کېښود، د ولسمشر کېدلو لپاره یې ټولپوښتنه وکړه او رفیق تارړ یې هم په خپله مخه ولېږه.

مشرف د دې ټولپوښتنې له مخې د ۲۰۰۱ کال د جون پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د پروېز مشرف ولسمشري د رفیق تارړ یا فضل الهي په څېر بې ضرره نه وه.

پر پارلمان او لومړي وزیر یې هم لاس بر و، ځکه لومړي وزیر په ناسته ولاړه کې ورته هو صیب ویل.

۲۰۰۸ کال ټاکنو کې پیپلز ګوند حکومت وګاټه او څو میاشتو کې حالات دومره خراب شول، چې پروېز مشرف نه یوازې ولسمشرۍ بلکې له پاکستان سره هم مخ ښه وکړه.

اصف علي زرداري د پاکستان ۱۱ ولسمشر شو.

که څه هم هېواد کې د ده مخالفت روان و، خو بیا هم پر ګوند یې دومره رول او زور درلود چې ټوله ولسمشرۍ کې ورته ستونزه پېښه نه شوه.

د ښه احساس ولسمشر

د انځور حقوق Getty Images

د تېر جولای له ټاکنو وروسته د پاکستان تاریخ کې اول ځل قانوني ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ موده پوره کړې او بل قانوني ولسمشر ته یې واک پرېښودلی دی.

دا ویاړ د ممنون حسین په نصیب دی چې نواز شریف ولسمشر کړی و.

د خواله رسنیو دغه دور کې په نوموړي پسې هم د بې واکه ولسمشر خبرې وشوې، خو اوس خلک په عارف غلوي پسې لګیا دي.

دی چې په اصل کې د غاښونو ډاکټر دی، نو خواله رسنیو کې د غاښونو اېستلو خبره کېږي.