د خیبر پښتونخوا شنګله کې بیا ټاکنې، دا ځل د ښځو په ګټه

ټاکنې د انځور حقوق حسینه جماله
Image caption په دې حوزه کې د ښځو د تازه ټاکنو سلنه څه باندې ۱۳ ده، چې د بشري حقونو فعالان او ځايي ښځې يې ډېر ښه ګام بولي.

د خيبر پښتوخوا شنګله ولسوالۍ کې د جولای پر ۲۵مه د ټاکنو د پایلو تر ځنډولو وروسته، د تېرې دوشنبې پر ورځ په هغه حوزه کې بيا ټاکنې وشوې.

د ټاکنو کمیسیون وايي، هلته یې ټاکنې ځکه له سره وکړې، چې د ښځو رایې پکې کمې وې.

د شنګلې پي کې ۲۳مه حوزه کې د ټول پاکستان په څېر د جولای پر ۲۵مه نېټه هم ټاکنې شوې وي. په دې حوزه کې د ښځو رايې ۵ سلنه وې، خو د ټاکنو کميسيون له قانون سره سم، په هره حوزه کې د ښځو رايې لږ تر لږه ۱۰ سلنه پکار ده.

په دې حوزه کې د ښځو د تازه ټاکنو سلنه څه باندې ۱۳ سلنه ده، چې د بشري حقونو فعالان او ځايي ښځې يې ډېر ښه ګام بولي.

ددې سیمې یوې اوسېدونکې صایمې ناز چې د جولای ټاکنو کې یې رایه نه وه ورکړې، خو دا ځل یې رایه ورکړه، بي بي سي ته وویل، پر سیمه داسې کلتور واکمن دی چې ښځې پکې رایې ورکو ته نه وځي او یا پرې د سړیو له خوا بندیز وي.

د پاکستان ټاکنې: پښتونخوا او قبایلو کې څوک بریالي دي؟

پاکستان ټاکنې: د رایو بیا شمېرنې غوښتنه

۱۴ کلنۍ کې واده، ۱۵ کلنۍ کې مور

پښتونخوا کې د ښځينه خبريالانو ستونزې

اغلې ناز زیاتوي، دا ځل سړي اړ شول، چې ښځو ته د رایې ورکولو مرکزونو ته د تګ اجازه ورکړي:

"په لومړي ځل د رایې اچولو لپاره له کوره وتلو ته خوشاله وم، هیله مې لرله چې حکومت به د ښخو د ستونزو د حل لپاره لاره هواره کړي".

ددې حوزې د غیر سرکاري پایلو پربنسټ، څه باندې ۵۵ زره رايي اچول شوې، چې څه باندې اوه زره ښځو رایې پکې ورکړې وې.

د انځور حقوق حسینه جماله
Image caption حسن جمالې بي بي سي ته وویل، له ۵ سلنې ۱۳ سلنې ته د ښځو د رایو ختل یوه لویه خبره ده چې په وینا یې دا د بریالیو شویو کاندیدانو په زیان او د ښځو په ګټه تمامېږي:

په دې حوزه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندید شوکت یوسفزی د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته بریال شوی.

د شنګله د ښځو د حقونو یوه فعاله حسن جماله وايي، د ټاکنو کمیسیون د بشري حقونو فعالانو او مدني ټولنو هم د رایو د اهمیت په اړه ډېر کمپاینونه وکړل او هیله یې دا وه چې دا ځل ډېرې ښځې د رایو لپاره له کورونو راووځي.

حسن جمالې بي بي سي ته وویل، له ۵ سلنې ۱۳ سلنې ته د ښځو د رایو ختل یوه لویه خبره ده چې په وینا یې دا د بریالیو شویو کاندیدانو په زیان او د ښځو په ګټه تمامېږي:

"په دې حوزه کې هغه کاندید بیا هم ټاکنې ګټلې، چې په تېرو ټاکنو کې بریالی شوی و، خو دا ځل ټاکنې د ښځو په ګټه وې، ځکه چې د رایو سلنه یې تر نیمايي هم لوړه شوې وه."

د انځور حقوق حسینه جماله
Image caption په دې حوزه کې د ښځو رايې ۵ سلنه وې، خو د ټاکنو کميسيون له قانون سره سم، په هره حوزه کې د ښځو رايې لږ تر لږ ه ۱۰ سلنه پکار ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب