د سویلي وزیرستان یوې افسرې د پېښور صدر بڼه بدله کړه

قرۃ العین وزیره د انځور حقوق TWITTER
Image caption قرۃ العین وزیره خپله ښار کې د تجاوزاتو لېرې کولو او پلورل کېدونکو خوړو معیار څاري

د پېښور صدر سیمه کې د تېرو شپږو میاشتو موده کې د دکانونو له مخې ډېر هغه اضافي تعمیرات او توکي لرې شوي، چې د پلي کسانو تګ راتګ ته خنډونه وو.

په دومره لنډه موده کې دا هرڅه د یوې افسرې (مجسټریټ) قرۃ العین وزیرې په امر شوي، چې د ښار لارو کوڅو کې د پولیسو بدرګه کې خپله ګرځي او رستورانونو، دوکانونو کې د خوړو معیار او تاریخونه هم ګوري.

قرۃ العین وزیره د سویلي وزیرستان اوسېدونکې ده، قانون یې لوستی او سیاست کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي. د بي بي سي خبریال عزیزالله خان سره خبرو کې نوموړې وویل، غوښتل یې د قضا برخه کې دنده وکړي، خو هغه مهال یې د سیمې عدلیه کې دنده و نه مونده او ورسته یې د صوبايي اداري خدمتونو یا 'پي ایم ایس ' برخې ته امتحان ورکړ او له شپږو کلونو راهیسې بېلا بېلو برخو کې خدمت کوي:

''زه داسې فشار ته ذهن کې ځای نه ورکوم، چې ګواکې ښځینه افسره یم، خپل فعالیتونه او کاري وختونه مې داسې ترتیب کړي، چې د ښځه توب له کبله نه ډارېږم او نه هم داسې فکر کوم، چې په نرواکه ټولنه کې فعالیت کوم. ''

دا وروستیو کې د قرۃ العین یو تصویر خواله رسنیو کې خورا ډېر لاس په لاس شو، چې پکې نوموړې یو ډاټسن ګاډي کې ناسته ده او د خنډونو لېرې کېدو عملیات څاري.

نوموړې وايي، نن سبا رستورانونو او دکانونو کې پلورل کېدونکو خوړو ته ډېره توجه کوي، ځکه په خبره یې دې برخه کې بې غوري ډېر زیانونه اړوي.

Image caption قرۃ العین وزیره وايي، نن سبا رستورانونو او دکانونو کې پلورل کېدونکو خوړو ته ډېره توجه کوي، ځکه په خبره یې دې برخه کې بې غوري ډېر زیانونه اړوي.

هغه وايي، همکاران یې خواریکښ دي او د کار پر وړاندې یې ډېر خنډونه نه شته، خو په خبره یې هیله یې دا ده، چې خپله پلرنۍ سیمه سویلي وزیرستان کې وګومارل شي او هغو خلکو ته خدمت وکړي، چې د دې په وینا په پرلپسې توګه له پامه غورځول شوي دي.