" خلک راته وايي انځورګري حرامه ده"

فارس

د کور ګوټ په يوې کوټې کې یې په لاس جوړ شوي ډېر انځورونه نندارې ته ايښې وو. دا د چارسدې د سيند پر غاړه پرته سيمه ده، چې ۲۰ کلنه اوسېدونکې یې فارس رفیق وايي، له کم عمرۍ راهیسې انځورګري کوي.

فارس وايي، پاکستان کې یې یو شمېر جایزې هم ګټلې دي، خو نوموړې زیاتوي د سیمې خلک د انځورګرۍ هنر ته په ښه سترګه نه ګوري او ډېری کورنۍ هم غواړي لوڼې یې یوازې طب ووايي.

فارس

هغه زیاتوي د دې کورنۍ ورسره همکاري کړې او له انځورګرۍ یې نه ده منع کړې:

"کله چې مې دولسم ټولګې ولوست، نو کور کې مې وويل چې غواړم د انځورګري زده کړې وکړم او کورنۍ مې هېڅ انکار راته ونه کړ."

فارس

فارس اوس د انځورګرۍ برخه کې ماسټري کچې ته رسېدونکي ده او وايي راتلونکی کال به شهادتنامه یا ډګري ومومي.

فارس وايي، که کورنۍ له خپلو لوڼو سره د ذوقونو پالنه کې مرسته وکړي، هغوی به د زده کړو تر څنګ د ادب او هنر په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړي:

" د ژوند نور هم ډېر ډګرونه دې، نورې هم ډېرې دندې شته چې د نارینه وو تر څنګ ښځې هم کولای شي پرمختګ پکې وکړي. ''

فارس

فارس وايي، الوتکې او د هغوی الوت یې د خوښې موضوع ده او ډېر انځورنه همدې موضوع ته ځانګړي کړي. نوموړې وايي، غواړي د هوايي چلند برخه کې دنده ومومي او تر څنګ یې پر همدې موضوع انځورګري هم وکړي

فارس

فارس وايي، سیمه کې د انځورګرۍ لپاره تود بازار نه شته او حکومت باید د هنرمنو مالي ملاتړ وکړي:

''د دغه هنر په اړه عامه پوهاوی لږ دی. اکثر مهال خلک ماته وايي، انځورګري حرامه ده. زه فکر کوم دا د انځور ګر یا انځورګرې په خپل فکر پورې ده، چې له کوم فکر سره انځورګري کوي. ''

فارس وايي، په انځورونو کې د خبرو پر ځای د انځورګر د زړه پیغام وي، چې مخامخ اغېز کوي او له همدې کبله انځورګرۍ کې د سولې او مینې پیغام په اسانۍ ورکول کېدای شي.

فارس

د نوموړې په وینا د انځورګرۍ له لارې د ښځو حقونو لپاره هم غږ پورته کېدای شي.

اړونده مطالب