د پېښور ځینې صرافان ولې ونیول شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان محکمه کې د څه باندې درې سوه داسې کسانو یادونه وشوه، چې ګواکې له غیر قانوني لارې یې بهر ته پېسې لېږلې دي.

د پېښور پخواني صرافه بازار کې نژدې ۳۰۰ کسان په ظاهره د بهرنیو اسعارو بدلولو کاروبار کوي، خو ویل کېږي، یو شمېر صرافان په همدې پلمه د 'حوالې ' یا پېسو لېږد رالېږد کاروبار کوي او دا وروستیو کې د پاکستان فدرالي څېړونکې ادارې له دې بازاره نژدې ۴۰ صرافان ونیول.

چارواکو وروسته د دغو کسانو خلاف د امنیت ګډوډولو دوسیې ثتب کړې او محکمې بیا د ضمانت بدل کې خوشي کړل. پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، د بازار سوداګرو د چارواکو چاپې او د سوداګرو نیول وغندل او ادعا یې وکړه، چې هېڅ ناسمه کړنه یې نه ده کړې.

افغانستان سره سوداګري

د دغه بازار د سوداګرو اتحادیې عمومي منشي شکیل احمدخان وویل، 'یوه پېړۍ کېږي چې دغه بازار کې له افغانستان سره کاروبار کېږي او له افغانستان سره سوداګري حواله نه بلل کېږي. '

هغه وايي باید یوازې هغه کسان ونیول شي، چې له افغانستانه پرته نورو هېوادونو ته د پېسو حوالې کاروبار کوي.

د دغه بازار یو سوداګر افتخار احمد چې له نیول کېدو وروسته خوشی شوی دی، وايي، سلګونه زره روپۍ ترې اخیستل شوې او سپکاوی ورته شوی دی.

هغه وايي داسې څه یې نه دي کړي، چې له قانون سره ټکر کې وي، بلکې له څلوېښتو کلونو راهیسې قانوني کاروبار کوي او حکومت ته مالیه ورکوي.

جعلي بانکي حسابونه

بل لور ته چارواکو مال روډ سیمه کې له یوه کوره د بې نومه بانکي حسابونو ثبوتونه موندلي، چې ویل کېږي درې میاشتې کې له دغو حسابونو نژدې یو نیم میلیارد روپۍ بېلا بېلو بانکي حسابونو ته استول شوې دي او ډېره برخه یې سوات ته استول شوې.

له دې مخکې سپتمبر میاشت کې د پاکستان سترې محکمې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور په ګډون یو شمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو خلاف د جعلي بانکي حسابونو له لارې بهر ته د پېسو لېږد یوه قضیه کې د څېړنې امر وکړ.

د انځور حقوق Getty Images

محکمه کې د څه باندې درې سوه داسې کسانو یادونه وشوه، چې ګواکې له دې لارې یې بهر ته پېسې لېږلې دي.

پاکستان کې دغه اقدامات له هغو نړیوالو فشارونو وروسته کېږي، چې ویل کېږي باید د دغه هېواد چارواکي په غیر قانوني توګه د پېسو لېږد رالېږد مخه ونیسي، ځکه په نړیواله کچه ویل کېږي، چې له دې لارې ترهګرۍ سره مالي مرسته کېږي.

ماهرین وايي، پاکستان ته له بهره د بانکونو پر ځای ځینې کسان د شخصي صرافانو په لاس پېسې لېږي او یا له دغه هېواده بهر ته بهرني اسعار د صرافانو په لاس لېږل کېږي، چې دې سره که یوه لور ته له غیر قانوني لارو تر لاسه شوې پېسې سپینېږي، بل لور ته سخت دریځو وسله والو سره هم له همدې لارې مالي مرستې کېږي.

نړیوال فشارونه

د سږ کال جون میاشت کې د مالي اقدام کاري ډلې يا ایف، اې، ټي، ایف چې د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندې مبارزې لپاره جوړه شوې اداره ده، له اوږده غور وروسته په خړ نوملړ کې د پاکستان نوم شامل کړ او اوس د دغې ادارې یو پلاوی د حالت ارزونې لپاره پاکستان ته تللی.

پاکستاني چارواکو هغه مهال ويلي وو، په هېواد کې يې د پيسو سپينولو او د ترهګرۍ د مالي سمبالښت ضد بنسټيز ميکانيزمونه پياوړي کړي او دغه هېواد کې د مرکزي بانک، د بانکوالۍ نورو ادارو او قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همغږي ډېره شوې، خو پاکستاني چارواکي بریالي نه شول، چې په خړ لست کې له شاملېدو ځان وژغوري.

اوس مسوولین وايي، پاکستان باید له دغه لسته د خپل هېواد نوم ایستلو لپاره نورې هلې ځلې وکړي.

له تور لسته د ځان ژغورنې هڅې

که څه هم پاکستان کې د دغو اقداماتو لړ کې چاپې وهل شوې، یو شمېر کسان نیول شوي او بې نومه بانکي حسابونه په ګوته شوي، خو بل لور ته ماهرین په دې آند دي، چې پاکستان کې د مني لانډرنګ یا تورو پېسو سپینولو لپاره د عمل وړ قانون نه شته او همدا د ایف اې ټي ایف مشورو منلو لړ کې لوی خنډ دی، چې خپله د پاکستان اقتصاد ته هم زیان اړوي.

د انځور حقوق FAFT
Image caption فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یوه بین الحکومتي اداره ده، چې ۱۹۸۹ کال رامنځته شوې ده.

ماهرین فکر کوي، پاکستاني چارواکي هڅه کوي د دغې ادارې په تور لست کې له شاملېدو ځان وژغوري.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یوه بین الحکومتي اداره ده، چې ۱۹۸۹ کال کې تشکیل شوې او هدف یې دا دی، چې نړیوال اقتصادي نظام له ترهګرۍ، د تورو پېسو سپینولو او دغه راز له نورو خطرونو وژغورل شي. ۲۰۱۲ کال کې هم د دریو کلونو لپاره د پاکستان نوم په خړ لست کې شامل کړل شوی و.

ورته مطالب