پښتون ژغورنې غورځنګ بنو کې جلسه وکړه

بنو د انځور حقوق Dawar
Image caption بنو کې زرګونه کسان د پښتون ژغورنې جلسه کې راټول شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن یکشنبه د پښتونخوا په بنو ښارګوټي کې جسله پیل کړې. بنو چې ډېری پښتانه يې له نازه 'بني ګل' بولي، غورځنګ پکې نن د ولسي غونډې لپاره ټولي تیارۍ بشپړه کړې دي. د غورځنګ فعالې او فعالان له تېرو څو ورځو راهیسې بنو ته رسېدلي، کور په کور ګرځېدلي او ولس ته يې په یاده ولسي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

د غورځنګ پلویان وايي، د دوی د ولسي غونډې تر اعلان وروسته سیمه یيزه چارواکو هلته د ولسي غونډو پر جوړېدو بندیز اعلان کړی، خو دوی وايي، له دې بندیز سره سره به غونډه کوي.

د انځور حقوق Dawar
Image caption یو شمېر ښځې هم د غورځنګ په جلسه کې ناستې دي

په خواله رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې 'پښتون لانګ مارچ ټو بنو' هش ټګ کې د یادې ولسي غونډې په تړاو نظرونه خپرېږي او نن یکشنبه هم د یادې ولسي غونډې په تړاو عکسونه او خبرونه تردې هش ټګ لاندې خپرېږي.

غورځنګ وروستۍ ولسي غونډه دوه نیمې میاشتې وړاندې د اګست پر دولسمه په سوابۍ کې کړې وه.

همدا ډول د یکشنبې پر ورځ په لندن ښار کې هم د پښتون ژغورنې ملاتړي د پاکستان سفارت مخې ته د جلسې تابیا لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روان میلادي کال په لومړیو کې پېل شوی، تراوسه يې د پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو په ګډون په کراچۍ او لاهور کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.

د انځور حقوق Dawar
Image caption د جلسې ګډنوال

د غورځنګ په ولسي غونډو کې له دې سره چې ډېری پښتنې او پښتانه ورځي، ډېری هغه مېرمنې، ماشومان، سپين ږيري هم پکې ګډون کوي، چې د کورنۍ غړي يې تری تم شوي وي. په پښتونخوا کې د تری تم شویو کسانو تورد پاکستان پر استخباراتو پورې کېږي.

ورته مطالب