بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته غبرګونونه

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
غونډه

د عکس سرچینه، DAWAR

د عکس تشریح،

بنو کې زرګونه کسان د پښتون ژغورنې جلسه کې راټول شوي

پښتون ژغورنې غورځنګ د تېرې یکشنبې پر ورځ (اکتوبر ۲۸مه) په بنو کې تر دوو نیمو میاشتو وروسته ولسي غونډه وکړه. په دې وروستیو کې ډېرو شنونک ویل چې ښایي غورځنګ له خپله زوره لوېدلی وي. خو د بنو غونډې ته په کتو سره ځیني فکر کوي چې غورځنګ لا هم پياوړی دی.

د بنو په یاده ولسي غونډه کې د سویلي او شمالي وزیرستانونو په شمول د کوټې، پېښور، ملاکنډ او د پښتونخوا له ګوټ ګوټ څخه وګړیو ګډون کړی و.

خو بیا هم ځینو کسانو پر خواله رسنیو دا پوښتنه کوله چې دا غونډه څومره لویه وه.

ځايي خبریال عمر دراز وزیر وايي، د بنو ولسي غونډه که تر ټولو لویه نه وه، نو بیا د پېښور غونډه چې تر ټولو لویه ولسي غونډه یادېږي، د غورځنګ تر ټول بریالۍ او لویه جلسه بللی شو.

پښتون سیاستوال او د عوامي نېشنل ګوند مهم مشر افراسیاب خټک د بنو ولسي غونډه تاریخي یادوي.

د ده په ټکیو، یادې سیمې تل د پښتنو د غورځنګونو ملاتړ کړی:

"که څه هم د یاد غورځنګ پېل له وزیرستانه شوی، خو وړانګې يې اوس تر کوټې، پېښور او ملاکنډه رسېدلې دي او دا اوس یو تاریخي غورځنګ دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د بنو د یادې ولسي غونډې لپاره يې دېرش زره څوکۍ راغوښتې وې، چې د دوی په خبره تردې څوکیو دوه چنده خلک زیات و.

خو کومې خپلواکې سرچینې د غورځنګ د دې ادعا پخلی نه دی کړی. بل لور ته خبریال عمردرزا وزیر د ګډونوالو شمېر لږ تر لږه شپېته زره یادوي.

په دې غونډه کې د غورځنګ د نورو غونډو په څېر د تری تم شویو کسانو د کورنیو غړیو، ماشومانو، ښځو او سپين ږیرو هم ګډون درلود.

د بنو په یاده ولسي غونډه کې د سویلي وزیرستان د ملک مرزا عالم وزیر مېرمنې او له همدې سیمې څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړی علي وزیر مور هم ګډون کړی و، چې د مېړه، دوو زامنو او د دوو لېورونو په ګډون يې د کورنۍ لس کسان په تېرو کلونو کې د نامالومه وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

"د زولنو عکسونه"

په یاده ولسي غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سپين ږیري غړي فیض محمد کاکا هم ګډون درلود. دا ۸۸ کلن سپين ږيری په سوابۍ کې د غورځنګ له یوې ولسي غونډې وروسته پاکستاني پولیسو نیولی و، چې پر خواله رسنیو يې د "زولنو عکسونه" لاس په لاس شوي و.

د عکس تشریح،

پښتون سیاستوال او د عوامي نېشنل ګوند افراسیاب خټک د بنو ولسي غونډه تاریخي یادوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ولسي غونډې ته ځايي رسنیو یو ځل بیا ډېر پوښښ ور نه کړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه په دې وروستیو کې فکر کېده چې د لومړیو ورځو په څېر زور يې پاته نه شو.

روان کال کې د یاد غورځنګ دوه مهم غړي، محسن دوړ او علي وزیر، د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریالي شول او پارلمان ته ولاړل.

له همدې کبله فکر کېده چې ښایي غورځنګ خپل لومړنی زور او شور ونشي ساتلی.

خو په بنو کې د تېرې یکشنبې ورځې ولسي غونډې ثابته کړه چې یاد غورځنګ اوس هم لوی شمېر پلویان لري، او د اړتیا پر وخت یې پر یوه ځای راټولولی هم شي.

د عکس سرچینه، @gabeeno

د عکس تشریح،

د بنو په یاده ولسي غونډه کې د سویلي وزیرستان د ملک مرزا عالم وزیر مېرمنې هم ګډون کړی و، چې د مېړه، دوو زامنو او د دوو لېورونو په شمول يې له کوره د دیارلسو غړیو جنازې وتلې دي.