پښتونخوا: نارینه مېلمانه نور د نجونو ښوونځیو ته نشي ورتلی

پښتونخوا د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د ځینو نجونو عکسونه پر خواله رسنیو خپاره شول

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د نجونو ښوونجیو کې هر ډول مراسمو ته د نارینه مېلمنو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

له دې وروسته به نارینه نشي کولی چې د نجونو د ښوونځیو په کلتوري یا ورزشي پروګرامونو کې د مشر مېلمه په توګه ګډون وکړي.

دا بندیز د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر محموود خان په لارښوونه لګول شوی.

د یادې صوبې د ښوونیز سلاکار ضیاالله بنګش بي بي سي ته وویل، له تېرې څه مودې راهیسې پر خواله رسنیو د ښوونځیو د نجونو یو شمېر انځورونه لاس په لاس کېږي.

د ده په وینا، ډېر ځله داسې شوي چې دا انځورونه له اجازې پرته فېسبوک یا نورو رسنیو ته پورته شوي دي.

په دې وروستیو کې یوه ویدیو ښیي چې د پښتونخوا د یوه ښوونځي نجونې د ورزش په کالیو کې په کتار کې ولاړې دي.

د دوی مخې ته یو شمېر نارینه مېلمانه هم ولاړ دي او دې نجونو ته په ځیر ځیر ګوري.

دا ویدیو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې او سخت غبرګونونه یې را پارولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نارینه نور د نجونو ښوونځیو په مراسمو کې د مېلمه په توګه ګډون نشي کولی

ښاغلی بنګش وایي، په ځینو قضیو کې د دې نجونو مور او پلار ورته شکایت کړی چې ولې یې د لوڼو ویدیوګانې یا عکسونه له اجازې پرته خواله رسنیو ته استول شوي.

له همدې شکایتونو وروسته مشر وزیر محمود خان پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به نارینه مېلمانه د نجونو ښوونځیو ته د ورتلو اجازه ونلري.

همدا رنګه د خیبر پښتونخوا حکومت د نجونو په ښوونځیو کې د هر ډول مراسمو پر ویدیو جوړولو یا عکس اخیستلو هم بندیز لګولی دی.

د تعلیم محکمې پر رسنیو هم بندیز لګولی او نور به اجازه ونلري چې د نجونو په ښوونځیو کې د کومو مراسمو پوښښ وکړي.

د تعلیم د برخې سلاکار ضیا الله بنګش وایي، د لوبو او سیالیو په پروګرامونو کې نجونې نشي کولی چې د کامرې مخې ته خپله وړتیا په سمه توګه ښکاره کړي.

دی زیاتوي، په پښتنې ټولنه کې څوک نشي کولی چې د مور او پلار له اجازې پرته د ماشومانو عکسونه یا ویدیو واخلي.

د هغه په وینا، تر دې وروسته که د نجونو په ښوونځیو کې هر ډول مراسم نیول کېږي نو مېلمنې به یې ښځینه وکیلانې یا افسرانې وي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت دې پرېکړې پر خواله رسنیو بېلابېل غبرګونه را پارولي.

ځینې کسان د دې پرېکړې ملاتړ کوي او د اسلام او پاکستانۍ ټولنې له ارزښتونو سره یې سمه بولي.

خو د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي پر خپله ټوېټر پاڼه لومړي وزیر عمران خان ته لیکلي، "ایا دا هماغه بدلون او هماغه نوی پاکستان دی چې تاسې یې ژمنه کړې وه؟"

ورته مطالب